د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي


په افغانستان کې خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي معمولاً د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.
په افغانستان کې خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي معمولاً د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.

د بغلان په ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ وايي چې د خنجان په ولسوالۍ کې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شوی، چې له امله یې ۱۷ مسافر مړه شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

دغې قومندانۍ ویلي چې دا پیښه د سه شنبې په سهار جولاۍ ۱۶( چنګاښ ۲۶) د خنجان ولسوالۍ د شمالي سالنګ د تخته سنګ په سیمه کې د بس موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوي ده.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په مړو کې ۱۲ نارینه، دوې ښځې او درې ماشومان شامل دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پیښې ټپیان د بغلان ولایت مرکز پلخمري روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي. د رپوټونو له مخې دا بس د کابل څخه د بغلان په لور د حرکت په حال کې وو چې له سړک څخه ووت او چپه شو.

تر اوسه د پېښې علت څرګند نه ‌دی او د بغلان ولایت امنیه قومنداني هم ددې پیښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د بلې خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د سه شنبې په ورځ د پروان په ولایت کې په یوه بله ترافیکي پیښه کې د دوو تنو د مړه کیدو او اوو نورو ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

ددغه تلویزیون د راپور له مخې داپېښه نن سهار مهال د یو کرولا موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې.

د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي، چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په افغانستان کې خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي معمولاً د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG