د هلمند په ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د یکشنبې د ورځې په سهار د دغه ولایت د ګرشک د ولسوالۍ د یخچال په سیمه کې د یو بس، موټرسایکل او د تیلو د یو ټانکر ترمنځ د ټکر په پایله کې ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۷( کب ۲۷) لیکلي چې د تیلو یو ټانکر، یو موټر سایکل او د یو ۵۸۰ ډوله بس ترمنځ د ټکر له امله چې په پایله کې یې بس موټر اور اخیستی ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د رپوټونو له مخې دا پیښه د هرات – کندهار په لویه لار د ګرشک ولسوالۍ د یخچال په سیمه کې د یکشنبې د ورځې سهار وختي پیښه شوې ده.
د هلمند سیمه ییزو چارواکو د ټپیانو شمیر ۳۸ تنه ښودلی دی او د یوولسو ټپیانو روغتیايي وضعیت یې د اندیښنې وړ بللی دی.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ددې پیښې ټپیان د درملنې لپاره د ګرشک او لښکرګاه ایمرجنسي روغتونو ته انتقال شوي دي.
دا پر دغه لویه لار لومړۍ ترافیکي پیښه نه ده او ددې وړاندې هم پر دغه لار او هم د کابل - کندهار، کابل – جلال اباد په لارو اکثره دغسې پیښې رامنځ ته کیږي.
د ترافیکو مسوولین وايي چې اکثره په لویو لارو دغسې پیښې د بس موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کیږي.
فورم \ دبحث خونه