د لاس رسي وړ اتصالات

هندي کشمیر کې یو بس کندې ته لوېدلی او لږترلږه ۳۰ کسان مړه شوي


دا پېښه د سرینګر جنوب ختیځ په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د دودا په لیرې پرته سیمه کې رامنځته شوې ده.
دا پېښه د سرینګر جنوب ختیځ په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د دودا په لیرې پرته سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر په یوې غرنۍ سیمې کې یو مسافر وړونکی بس له سرک څخه یوې ژورې کندې ته غورځیدلی او لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې مړه شوي دي.

پیښه د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) د پایتخت سرینګر جنوب ختیځ په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د دودا په لیرې پرته سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو افسر سنیل ګوپتا فرانس پرس ته وویل: "په دې پېښه کې ۳۰ مسافر مړه شوي. د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله بس د سرک د څنګ له کټارو سره ټکر کړی او له غرني سرک څخه شاوخوا ۲۵۰ متره لاندې لوېدلی دی."

ګوپتا وویل، په دې پېښه کې تر ۲۵ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې په پېښه کې مړه شوي کسان ښودل کیږي، په داسې حال کې چې ژغورونکي هڅه کوي د ټپیانو سره مرسته وکړي.

پولیسو وېره ښودلې چې د مړو شمیر ښايي نور هم لوړ شي، ځکه چې په پیښه کې یو شمېر کسان سخت ژوبل شوي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي وویل چې دا حادثه "خواشینونکې" ده او د هغو "کورنیو سره یې خواخوږي شریکه کړې چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي."

هغه په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي بیان کې ویلي: "زه دعا کوم چې ټپیان ژر تر ژره روغ شي." مودي ویلي چې حکومت به یې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۲۴۰۰ ډالر او د هر ټپي کورنۍ ته ۶۰۰ ډالر ورکړي.

د کورنیو چارو وزیر امیت شاه په ایکس (ټویټر) شبکه کې په یو پوسټ کې په پیښه خواشيني ښودلې او ویلي یې دي: "سیمه ایزه اداره په هغه کنده کې د ژغورنې عملیات ترسره کوي چیرې چې دا پیښه رامنځته شوې ده."

په هند کې ترفیکي پیښې معمول دي، چې ځینې وختونه یې پړه د سرکونو پر خراب وضعیت اچول کیږي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، په هند کې هر کال په اوسط ډول ۱۵۰ زره کسان په ترافیکي پیښو کې مري او د هند اقتصاد ته د کاله ۷۵ میلیارد ډالر تاوان رسوي.

د می په میاشت کې، په هند کې لږ تر لږه ۲۱ کسان هغه وخت مړه شول چې یو بس له یو پله څخه وغورځید. ددې پیښې لامل د موټر چلوونکي ویده کیدل ښودل شوی و.

د جولای په میاشت کې هم د هند په لویدیځ کې د یو بس د ټکر کېدو په پېښه کې ۲۵ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG