د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار چې تېره شپه د تیزې واورې د اورښت، دوامداره طوفان او د لیدلو ساحې د کمښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار لس بجې ډسمبر اتم (لیندۍ ۱۸) له شمال څخه جنوب لوري ته د کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو پرمخ پرانیستل شوې ده.
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ایکس په پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هڅه کیږي چې د ورځې په جریان کې به وسایطو ته له جنوب څخه شمال لوري ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
هغه ویلي: "دامهال په سالنګونو کې د واورې اورښت درېدلی او تر اوسه پورې طوفان جریان لري، د واورې ضخامت په بېلابېلو سيمو کې توپير لري، چې له ۶ سانتي مترو څخه تر ۲۵ سانتي مترو پورې رسیږي او د سالنګونو د ساتنې او څارنی ریاست کارکوونکي په واورينو سیمو کې د خاورې او مالګې په شیندلو بوخت دي".
د ټولګټو وزارت تیره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د سالنګ لویه لار د شپې په ۹:۱۰ دقیقو د تیزې واورې د اورښت دوامداره طوفان او د لیدلو ساحې د کمښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل د نږدې لسو شمالي او شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونوسره نښلوي. دا د روان کال د ژمي درېیمه واوره ده چې له امله یې د سالنګ لویه لار د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړل کیږي.
دا لار د نومبر په ۱۵( لړم ۲۵) هم د شپې له خوا د واورې د اورښت، سختو طوفانونو او د لید ساحی محدودیت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د طالبانو حکومت چې تیرکال یې د سالنګ د تونل په ګډون ددغې لویې لارې د بیا رغونې چارې پیل کړې وې، سږکال د دوبي د موسم په پای کې یې بیا ددغه دغې لارې د بیا رغونې چارې پیل کړي، چې کار پرې لا هم دوام لري.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت پر دغې لارې باندې تلوونکو موټر چلوونکو څخه غوښتي دي، چې د سفر مهال دې نه یوازې خپل وسایط د ژمي په وسایلو سمبال کړي، بلکې مسافر دې هم پر دغې لارې د سفر پرمهال ګرمې جامې له ځانونو سره ولري.
فورم \ دبحث خونه