د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: سالنګ لویه لار د یوې شپې بندیدو وروسته بیرته پرانیستل شوې


د سالنګ لویه لار چې د افغانستان مرکز کابل ددغه هیواد د شاوخوا لسو شمالي ولایتونو سره نښلوي هره ورځ پرې په زرګونو مسافر تګ راتګ کوي.
د سالنګ لویه لار چې د افغانستان مرکز کابل ددغه هیواد د شاوخوا لسو شمالي ولایتونو سره نښلوي هره ورځ پرې په زرګونو مسافر تګ راتګ کوي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې د سالنګ لویه لار چې د تېرې شپې په ۸ بجو د واورې د اورښت، سختو طوفانونو او د لید ساحی محدودیت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن د جمعې په ورځ نومبر۱۵(لړم ۲۵) د سهار په ۸:۱۵ دقیقو د مسافر وړونکو وسایط لپاره له دواړو خواوو پرانيستل شوې ده.

ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پرخپله پاڼه د سالنګ د لویې لارې د بیرته خلاصیدو خبر ورکړی او د موټر چلوونکو څخه یې پر دغې لارې د تیریدو پرمهال د مسافرو د خوندیتوب لپاره د احتیاطي تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي : "اوس مهال د واورې اورښت بند شوي او هوا نیمه ورېځ ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنی ریاست کارکوونکي لا هم په واورينو سیمو کې د واورې پاکولو چارې ترسره کوي. د ټولګټو وزارت له ګرانو هېوادوالو او درنو موټرچلوونکو څخه د دوی د خونديتوب لپاره غوښتنه کوي، چې د دې لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال پر ژمنیو وسایلو او تجهیزاتو په بشپړه توګه مجهز وي".

همداشان محمد اشرف حق شناس ویلي چې موټر چلوونکي باید د بشپړ احتیاط نه کار واخلي او د سالنګونو د موظفینو لارښوونو ته دې هم پاملرنه وکړي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې دا لار د واورې د اورښت او طوفان له امله د تیرې شپې د اتو بجو راهیسې د هرډول موټرو تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.

هغه ویلي وو، چې د لارې د بندیدو وروسته د سالنګ د تونل دواړو خواو ته په لسګونو مسافر بند پاتې شوي وو، چې د سالنګونو د لویې لارې د موظفینو له خوا خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

هغه ویلي وو: "د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې ریاست پرسونل چمتو دی چې د هوا په ښه کیدو، له لارې څخه واورې پاکې او لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیځي".

د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل د نږدې لسو شمالي او شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونوسره نښلوي. دا د روان کال لومړنۍ واوره ده چې له امله یې د سالنګ لویه لار د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

د طالبانو حکومت چې تیرکال یې د سالنګ د تونل په ګډون ددغې لویې لارې د بیا رغونې چارې پیل کړې وې، سږکال د دوبي د موسم په پای کې بیا ددغه دغې لارې د بیا رغونې چارې پیل کړي، چې کار پرې لا هم دوام لري.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت تیره اونۍ پر دغې لارې باندې تلوونکو موټر چلوونکو څخه غوښتي وو، چې د سفر مهال دې نه یوازې خپل وسایط د ژمي په وسایلو سمبال کړي، بلکې مسافر دې هم پر دغې لارې د سفر پرمهال ګرمې جامې له ځانونو سره ولري.

د سیلابونو د راوتلو خبرداری

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو د اورښت او د سیلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.

دغه ریاست ویلي چې بدخشان، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشیر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکنډي، غور، نورستان، کندز، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، غزني، ارزګان، کندهار او زابل کې به د تالنده او بریښنا سره هممهاله سخت اورښت وشي، چې په ځینو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو احتمال هم لیدل کیږي.

د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان په مختلفو برخو کې د اورښت اندازه د ۱۵ ملي مترو څخه د ۳۰ میلي مترو پورې اټکل کړې ده. دغه ریاست د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ځینو لوړو سیمو کې د واورې د اورښت د وریدو اټکل هم کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG