د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات هوايي ډګر د الوتنو پرمخ بیرته پرانیستل شو


د هرات هوایي ډګر
د هرات هوایي ډګر

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د هرات هوايي ډګر چې د واورو د اورښت له امله د تیرو څو ورځو راهیسې د الوتنو پرمخ تړل شوی وه بیرته پرانیستل شوی دی.

دغه وزارت د جمعې په ورځ مارچ اول (کب ۱۱) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تیرو څو ورځو د سختو واورو د اورښت او د پیلوټ د لیدنې د ساحې د محدودیت له امله دغه هوايي ډګر ته الوتنې لغوه شوې وې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې اوس دا هوايي ډګر بیرته د هرډول الوتنو د ښکته او پورته کیدو لپاره چمتو شوی دی.

په عین وخت کې ددغه وزارت د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان د کابل او د سالنګونو په ګډون په ۳۰ ولایتونو کې د جمعې په ورځ سختې واورې او باران د اورښت اټکل کړی دی.

دغه ریاست په مختلفو سیمو کې د واورې د اورښت کچه د ۲۰ ساتنې مترو څخه تر ۸۰ ساتنې مترو او د باران کچه د ۱۵ ملي مترو څخه تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " په لویدیځو، جنوبي، جنوب غربي، مرکزي، ختیځو او د سالنګونو په ګډون د سختو بادونو د لګیدلو احتمال هم شته دی، چې سرعت یې په مختلفو برخو کې په یو ساعت کې د ۲۰ او ۷۵ کیلومترو پورې اټکل کیږي".

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس د سالنګ د لویې لارې بیا بندیدو خبر ورکړی دی.

هغه ویلي چې دا لار د سختې واورې او توپان له امله د تیرو دوو شپو راهیسې بنده شوې ده. خو هغه ویلي چې د سالنګ د لارې د تونل او ګالرۍ په سیمو کې د تیرې شپې راهیسې د لارې د پاکولو کار پیل شوی دی.

د سالنګ لویه لار د افغانستان د پایتخت کابل او نهو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ یوه ډیره مهمه لار ده، چې ددې سربیره د منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.

په افغانستان کې ددې اونۍ په سر کې د وارو او باران د اورښت لړۍ پیل شوې او د تیرې پنجشنبې د ورځې راهیسې په اکثرو ولایتونو کې یا واوره او یا هم د باران اورښت شوی دی. افغانستان کې د ژمي په لومړیو دوو میاشتو کې د اورښت کچه ډیره ټیټه وه، خو د ژمي په وروستیو اونیو کې ددغه هیواد په ډیرو ولایتونو کې څو ځلې د واورې او یا باران اورښت شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپیژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې د تیرې میاشتې پرتله په روانه میاشت کې د اورښت کچه د ۳۵ فیصدو څخه ۴۵ فیصدو ته لوړه شوې ده. دغې ادارې په راروانو ورځو کې د وارو او باران د اورښت اټکل هم کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG