د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګ لویه لار د واورې او توپان له امله بنده شوې


د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت دوام له امله د سالنګ د لویې لارې په ګډون د کابل او ځینو ولایتونو ترمنځ لارې تړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند د وزارت د هوا پيژندنې ریاست یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵(کب شپږم) د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د سختو وارو او باران د اورښت اټکل کړی او خبرداری یې ورکړی چې کیدای شي د واورو او باران اورښت به په ځینو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو سبب هم شي.

طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق ‌شناس د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي:" د سالنګ لویه لار د واورو د سخت توپان، د لیدلو د ساحې محدودیت او د ځاني او مالي زیان د مخنیوي لپاره د ټولګټو وزارت له خوا د بلې اطلاع پورې په وقفوي ډول د تیرې شپې د ۱۱.۵۵ بجو راهیسې د هرډول وسایطو پرمخ تړل شوې ده."

د ټولګټو وزارت ویاند ویلي چې د دوشنبې په سهار هم په سالنګونو کې د واورو ورښت دوام درلود چې په ځینو سیمو کې تر یو متر پورې واوره وریدلې ده. همداشان د واورو د ورښت له امله د کابل – بامیان او کابل – غور ولایتونو ترمنځ هم لارې بندې شوي دي.

افغانستان کې د روان ژمي لومړۍ دوو میاشتو کې د واورو او باران اورښت ډیر کم شوی وو، خو د ژمي په وروستیو اونیو کې ددغه هیواد په اکثرو ولایتونو کې د واورو او باران ورښت شوی دی.

کابل کې هم د ژمي د روان موسم درییمه واوره د یکشنبې د شپې راهیسې پیل شوې چې د دوشنبې د ورځې سهار یې هم دوام درلود.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په یو راپورکې په افغانستان کې روان ژمی نسبتآ یو وچ او ګرم ښودلی اواندیښنه یې ښودلې چې که چیرې په دغه هیواد کې ژر د واورو او باران اورښت ونه شي نو دا هیواد به د سختې وچکالۍ سره مخ شي.

اوچا ویلي چې وچکالي به د للمي او اوبو لاندې کرهڼیزو فصلونو په ځانګړي ډول موسمي فصلونه چې په نغدو پیسو پلورل کیږي او هم د څړ ځایونو بیا زرغونه کیدو ته زیان ورسوي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې دا به په افغانستان کې د وګړو د بې ځایه کیدو سبب هم شي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورو او باران د اورښت پرته به دا هیواد ممکن یوه ډیره سخته وچالي تجربه کړي چې پایلې به یې ډیرې زیان لرونکي اوسي.

ملګري ملتونه وايي چې د تیرو دریو کلنو راهیسې د افغانستان اکثره برخې د وچکالۍ د اغیزو لاندې دي چې د اقلیم بدلون او د وچکالۍ اغیزو د افغان بزګرانو په ژوند باندې خورا زیاته اغیزه کړې او د هغوی کرهڼیزو محصولات یې ډیر کم کړي چې ورسره د څارویو لپاره خواړه او هم پخپله د بزګرانو د کورنیو د خوړو د کمیدو سبب شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په هغو شپږ هیوادونو کې شامل دی چې د نورو هیوادونو پرتله د اقلیم د بدلون د ډیرو ناسمو اغیزو سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG