د لاس رسي وړ اتصالات

 
حماس ته د امریکا خبرداری: یرغمل سمدستي خوشې کړئ، که نه درنه بیه به ادا کړي

حماس ته د امریکا خبرداری: یرغمل سمدستي خوشې کړئ، که نه درنه بیه به ادا کړي


سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله حماس ته په خطاب کې خبرداری ورکړ چې که دا ډله سمدستي ټول یرغمل خوشې نه کړي، له جدي پایلو سره به مخامخ شي.

پدې اعلامیې کې راغلي، چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د ملي امنیت شورا لوړپوړي مشر یریک ټراګر د روژې او اختر له میاشتې وروسته د اوربند د غځولو وړاندیز وړاندې کړ. د دغو دوو امریکايي مقاماتو په وینا، د دوی وړاندیز د دایمي اوربند په هکله د مذاکرې لپاره یو چوکاټ برابروي.

د دغه وړاندیز په اساس چې د پل په نامه یادیږي، حماس د پخواني فورمول له مخې – د اوربند لومړی پړاو – حماس باید د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې ژوندي اسرائیلي یرغمل کسان خوشې کړي.

په بل عبارت، د اوربند لومړی پړاو به وغځول شي، چې اړمنو فلسطینیانو ته د پام وړ بشري مرستې بیا پیل شي.

د دې اعلامیې له مخې امریکا هڅه کوي چې د اوربند د غځولو په ترڅ کې د غزې په تړانګه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه دوامداره حل لاره وموندل شي.

د سپینې ماڼۍ د دې اعلامیې له مخې، متحده ایالات د خپلو ملګرو مصر او قطر له لارې حماس ته په ځانګړې توګه ویلي چې د پل وړاندیز دې ژر عملي کړي او امریکايي الاصله اسرائیلي تبعه ادان الکساندر دې ژر تر ژره له بند ازاد کړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي: "له بده مرغه، حماس پریکړه کړې چې په عامه توګه د انعطاف ادعا وکړي، پداسې حال کې چې په خصوصي توګه داسې غوښتنې کوي چې د دایمي اوربند پرته په بشپړ ډول غیر عملي دي." خو سپینې ماڼۍ د شرایطو په اړه تبصره نده کړې.

په اعلاميه کې راغلي: " حماس ډیر بد شرط ږدي او وخت یې په ګټه ندی.... حماس له ټاکلي له ضرب الاجل څخه پوره خبر دی او بايد پوه شي چې که دغه ضرب الاجل تېر شي، مونږ به غبرګون به وښيو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG