د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا په بهر کې د نیول شویو امریکایانو د خلاصون لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه

امریکا په بهر کې د نیول شویو امریکایانو د خلاصون لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه


د یرغمل په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی ادم بویلر د یرغمل شویو او ناحقه نیول شویو لپاره د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې
د یرغمل په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی ادم بویلر د یرغمل شویو او ناحقه نیول شویو لپاره د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب۱۶) د یرغمل شویو او ناحقه نیول شویو لپاره د بیرغ پورته کولو مراسم ترسره کړل او په بهر کې د امریکا د نیول شویو اتباعو او دایمي‌ اقامه لرونکو د خوشې کولو لپاره یې د امریکا د حکومت په ژمنې بیا ټېنګار وکړ.

د یرغمل په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ادم بویلر په دغو مراسمو کې وویل: «زموږ تګلاره ۱۰۰ فیصده کور ته د (خپلو) خلکو په بېرته ستنولو باندې متمرکزه ده.» هغه وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه « ځينې اعلانونه وګوری» خو په دې هکله یې جزیات ورنه کړل.

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر ټرمپ ژمن دی چې ټول هغه امریکايي اتباع چې په نورو هېوادونو کې یرغمل شوي او یا په ناقانونه توګه نیول شوي، راستانه کړي.

ویاند وویل: «په دوی کې ټول هغه یرغمل شوي او هغه کسان راځي چې حماس لا هم په غزې کې ساتلي دي.کور ته د هغوی د راستنولو هڅې روانې او حساسې دي- موږ کومه غونډه او یا بیانیه نه لرو چې اعلان یې کړو.»

طالبانو په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې، چې په افغانستان باندې حاکم شوي، د راین کوربت، جورج ګلیزمن، محمود شاه حبیبي او ویلیم مککنتي په ګډون څو امریکايي اتباع نیولي. نور یې پرېښي خو ګیلزمن او حبیبي لا هم ورسره بندیان دي.

د مارچ په نهمه په ایران کې د فدرال د تحقیقاتي ادارې (اف بي اې) د ایجنټ لیونسون د تښتولو ۱۸ کال پوره کېږي. د متحدو ایالتونو کانګرس، د دواړو ګوندونو په ملاتړ سره، د «یرغمل شویو او ناحقه نیول شویو بیرغ» د ۲۰۲۴ مالي کال د ملي دفاع د مجوز په مادې کې شامل کړ.

د پنجشنبې په ورځ د اف بي اې مشر کیش پټیل وویل چې واشنګتن هوډمن دی له دپلوماتیکو او اطلاعاتي‌ لارو چارو د یرغمل شویو او ناحقه نیول شویو کسانو قضیې «صفر ته ورسوي».

د بهرنیو چارو په وزارت کې د بیرغ پورته کولو تر دغو مراسمو یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې له هغو اتو کسانو سره ولیدل چې د حماس ترهګرې ډلې په غزې کې یرغمل کړي وو.

سپینې ماڼۍ تېره ورځ تائید کړ چې امریکايي چارواکو په دوحه کې له حماس سره خبرې کړې دي. متحدو ایالتونو په ۱۹۹۷ کال کې حماس د یو ترهګر سازمان په توګه وپېژنده او دا له هغه وخت راهېسې د امریکا او حماس ترمنځ لومړي مخامخ مذاکرات دي.

بویلر له حماس سره د خبرو مشري کوله، چې ویل کېږي د یرغمل شویو امریکایانو د خلاصون او په غزې کې د حماس له واکمنۍ پرته د جګړې د احتمالي ختمېدو په اړه یې خبرې کړې دي. له حماس سره په یرغمل شویو کسانو کې لا هم پنځه امریکایان دي، چې یو په کې ۲۱ کلنه ادان الګساندر ده او ویل کېږي، چې لا هم ژوندۍ ده.

څو ورځې مخکې د اسرائیل مقاماتو وویل چې د غزې د اوربند دویمې مرحلې ته چمتو دي او حماس ویلي‌ چمتو دي ۵۹ نور یرغمل شوي هم پرېږدي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د حماس ډلې ته خبرداری ورکړ که پاتې یرغمل پرېنږدي او مړي یې انتقال نه کړي، له دردناکو عواقبو سره به مخامخ شي.

ټرمپ د خپل ایکس په ټولنیزې شبکې کې حماس ته په خطاب کې لیکلي دي: «شالوم حماسه. یانې سلام او خدای په امان. تاسو یې غوره کړئ. ټول یرغمل شوي همدا اوس ازاد کړئ وروسته نه او سمدستي د هغو خلکو مړي ستانه کړي چې تاسو وژلي دي، که نه ستاسو کار تمام دی.»

ولسمشر ټرمپ حماس ته ویلي دي چې دا هغوی ته وروستی خبرداری دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG