د لاس رسي وړ اتصالات

شدیدو بارانونو او طوفانونو په افغانستان کې لسګونه کسان مړه کړي


په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي چې په ننګرهار کې د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۵ (چنګاښ۲۵) شدیدو بارانونو او طوفانونو نږدې ۴۰ تنه مړه کړي ۳۴۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ته په منسوب ایکس حساب کې تیره شپه لیکل شوي وو: «د ننګرهار باران او طوفان له کبله د متضرره شويو هیوادوالو ابتدايي معلومات: تر دا مهاله ۲۳۰ تنه ټپیان او ۳۵ شهیدانو جسدونه ننګرهار سیمه ییز روغتون او بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون ته راوړل شوي روغتونونو ته لا هم ټپیانو راوړل جریان لري.»

خو شرافت زمان د سه شنبې په سهار جولاۍ ۱۶( چنګاښ ۲۶) د ایکس په پاڼه لیکلي چې د ننګر ولایت کې د دوشنبې د ورځې ناوخته د سختو بارانونو اود طوفان له امله نږدې ۴۰ تنه مړه شوي او ۳۴۷ نور ټپیان شوي دي.

د شرافت زمان د دغو معلوماتو څخه ښکاري چې دا وروستي ارقام نه دي او ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.

د رپوټونو له مخې زیات ځاني او مالي زیانونه د ننګرهار ولایت د سره رود، بهسودو او بټي کوټ په ولسوالیو کې خلکو رسیدلي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو چارواکو رسنیو ته په یوې خپرې شوې ویدیو کې ویلي دي چې د سره رود په ولسوالۍ کې د یو کور چت غورځېدلی او د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي دي. په بارانونو کې فصلونه هم زیانمن شوي دي.

خو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ویلي دي چې په ځینو سیمو کې د برېښنا پایي غورځېدلې او خلکو ته یې زیانونه اړولي دي. د ټولنیزو رسینو کاروونکو د تلفاتو شمېر شاوخوا ۷۰ تنه ښودلی او ممکن تر دې هم زیات وي، خو په مستقل ډول یې تائیدول ستونزمن دي.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ځینو ښاریانو امریکا غږ ته ویلي دي چې طوفان او باران بیخي زیات و. د ښار یوې اوسېدونکې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې د دوی د کور د دیوال ځینې برخې ولویدلې او په چم ګاونډ کې یې هم ځینو کورونو ته زیانونه اوښتي دي، خو دقیقه نه پوهېږي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د کونړ په ولایت کې هم شدید باران پنځه تنه مړه کړي دي. د هېواد د ځینو نورو برخو څخه هم د باران له کبله د ځاني تلفاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانوحکومت د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی و چې د جولاۍ په ۱۳م هاو ۱۴مه نېټه به د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې سخت بارانونه وشي.

ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې د اقلیم بدلون له کبله بي وخت بارانونه کېږي او سیلابونه وځي، په افغانستان کې هم دا ډول بارانونه د اقلیم د بدلون له کبله بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان په نړۍ کې اقلیم بدلون له کبله د زیانمن کېدونکو هېوادونو د لست په سر کې راځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG