په ایران کې رسنۍ وايي چې د ډیرې سړې هوا له کبله ښوونځي او دولتي دفترونه د چهارشبنې په ورځ، فبروري ۱۲ (سلواغه ۲۴)، ددې لپاره تړل شوي چې انرژي وسپموي.
ایران د نړۍ ځینې ترټولو سترې د تیلو او ګازو سرچینې لري، خو د بریښنا د کمښت سره مخامخ دی او نشي کولای چې د بریښنا د تولید فابریکو ته کافي تیل برابر کړي، په ځانګړې توګه په ژمي کې چې د بریښنا لپاره اړتیا زیاتیږي.
مهر خبری اژانس راپور ورکړی چې "د سختې یخنۍ او واورې د اورښت له کبله او د انرژۍ د مصرف د کمولو په خاطر په ډیرو ولایتونو کې دولتي دفترونه او ښوونځي تړل شوي دي."
د ایران د ۳۱ ولایتونو څخه لږ تر لږه ۲۰ ولایتونه، چې تهران، البرز، فارس، همدان، اصفهان، کرستان او یزد پکې شامل دي، سړې هوا اغېزمن کړي دي.
د سه شنبې په ماښام، د تهران په ډیرو برخو کې بریښنا پرې شوې او دولتي تلویزیونونو د بریښنا د تولید په فابریکو کې د تیلو د کمښت خبر ورکړی دی.
د ایران د بریښنا ملي شرکت توانیر ویلي چې د بریښنا د تولید د فابریکو د فعال ساتلو هڅه کوي. دغه شرکت غوښتنه کړې چې د هېواد په کچه د بریښنا او ګازو کارول ۱۰ سلنه کم شي.
په ایران کې له دې وړاندې هم د سړې هوا له کبله دفترونه تړل شوي او عمده لامل یې د انرژۍ کموالی ښودل شوی دی. د انرژۍ د سپمولو په خاطر د شنبې په ورځ هم په ایران کې دفترونه او ښوونځي تړل شوي وو.
د ایران دولتي تلویزیون د راپور په اساس، تېره شپه په همدان کې هوا ۱۹ درجې سانتي ګراد وه او ترټولو سوړ د ولایتونو یو مرکز ښودل شوی دی.
د موسم د وړاندوینې ادارو د ایران په ۱۳ ولایتونو کې د چهارشنبې په ورځ د تالندې باران او سختو بادونو اټکل کړی دی. د هېواد په غرنیو شمالي ولایتونو کې د واورې ورېدو امکان دی.
تسنیم خبري اژانس ویلي چې د پایتخت تهران په ۳۰۰ کیلومترۍ کې د زاګرس د غرونو شاوخوا ۶۰ کليو ته غځیدلي سرکونو د واورې ورېدو له کبله تړل شوي او دغو سیمو ته د هوا له لارې د اکمالاتو رسولو هڅه کیږي.
فورم \ دبحث خونه