د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د سړې هوا له کبله تعلیمي مرکزونه او دولتي ادارې تړل شوي


د ایران هوا پیژندنې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د ډیرې واورې او باران د ورښت خبر ورکړی.
د ایران هوا پیژندنې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د ډیرې واورې او باران د ورښت خبر ورکړی.

په ایران کې دولتي مطبوعاتو جمعه فبروري اوومه ( سلواغې ۱۹) ویلي چې د دې هیواد په لږ تر لږه ۲۰ ولایتونو کې به د سړې هوا له کبله دولتي ادارې او تعلیمي مرکزونه د شنبې په ورځ وتړل شي.

د ایرنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د پایتخت تهران په ګډون د دې هیواد په ټولو سیمو کې به ښوونځي، تعلیمي مرکزونه، بانکونه او حکومتي ادارې تړلې وي.

په راپور کې دا ندي ویل شوي چې دا ادارې به تر څه وخته پورې تړلي وي.

ایراني چارواکو دا پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې د دې هیواد د هوا پیژندنې ادارې وویل چې په راتلونکو ورځو کې به هوا ډیره سړه شي.

د ایران دولتي تلویزیون په یو راپور کې وړاندوینه کړې چې په یو شمیر ولایتونو کې به د جمعې په ورځ د تودوخې درجه د سانتي ګراد په حساب ۱۲ درجې ټیټه شي او په راتلونکو نورو ورځو کې به تر دې هم سړه شي.

د ایرنا خبري اژانس په راپور کې بیا ویل شوي چې د اټکل له مخې به په پایتخت تهران کې په اوسط ډول د تودوخې درجه شپږو یا منفي دریو درجو ته راټیټه شي او څو ورځې به ادامه ولري.

دې خبري اژانس د ایران د هوا پیژندنې ملي ادراې له قوله ویلي چې په شمال لویدیځ اردبیل ولایت کې به د تودوخې درجه تر منفي ۱۸ سانتي ګرادو پورې ټیټه شي.

د هوا پیژندنې ادارې همدارنګه ویلي چې په یو شمیر شمالي او لویدیځو ولایتونو کې به ډیره واوره او باران وشي. چارواکو د جمعې په ورځ د ګیلان ولایت د راشت په ښار کې له دریو سیمو په عاجله توګه د خلکو د ایستلو امر کړی.

په ایران کې معمولاً د ژمي په موسم کې ښوونځي او نورې ادارې د سون موادو کمښت له کبله تړل کیږي.

پدې هیواد کې تیر کال د ډسمبر په میاشت کې، په څو برښنا کوټونو کې د سون موادو لږوالي له کبله فعالیت وځنډول شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG