په سویډن کې د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغه۲۳) محکمې یوه ۵۲ کلنه ښځه په سوریې کې د نسل وژنې او بشریت ضد جنایاتو په جرم په ۱۲ کالونو بند محکومه کړه.
دا د ایزدیانو په ضد د اسلامي دولت ډلې (داعش) د جنایاتو په اړه په سویډن کې د خپل ډول لومړۍ محکمه وه.
د محکمې په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا ۵۲ کلنه ښځه لینا اسحق نومېږي او په سوریې کې د وینځو او غلامانو په توګه د ماشومانو په ساتلو، «نسل وژنې، د بشریت په ضد» او جنګي جنایاتو تورنه وه. په سټاکهولم کې یوې محکمې دا ښځه په ۱۲ کالونو بند محکومه کړه.
یوې بلې محکمې د سویډن دغه تبعه په ۲۰۲۲ کال کې له دې کبله په شپږو کالونو بند محکومه کړې وه، چې خپل ۱۲ کلن زوی ته یې اجازه ورکړې وه چې د داعش سره یو ځای شي.
د سه شنبې په ورځ د محکمې په اعلامیې کې دا هم ویل شوي دي، چې د دې ښځې په قضيې کې د نهو کسانو د زخمي کېدو دوسیه هم شامله ده، چې شپږ یې ماشومان دي.
د داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق په سنجیار کې د ایزدیانو په کلیو بریدونه وکړل، ښځې یې ونیولې او نارینه یې ورته ووژل. دا ماشومان د داعش سره له پنځو میاشتو بند تېرولو وروسته په راقه کې د دغې محکومې شوې ښځې کور ته ورغلي وو.
محکمه وايي: «دغې ښځې دا ماشومان بندیان کړل او د خپل ملکیت او غلامانو په توګه یې د پنځو میاشتو لپاره وساتل.»
وايي په دغو ماشومانو یې د کور کارونه کول او د ځینو فلمونه یې هم ډک کړي وو چې نورو ته یې واستوي. محکمه وايي دا ښځه د ماشومانو په ساتلو او بندي کولو مسئوله ده او «هغوی یې مجبورول چې پنځه وخت لمونځ وکړي او قران» ووايي او هغوی ته یې د «کافرانو او غلامانو» خطاب هم کاوه.
محکمه وايي د بشري ضد جنایات او د انسانانو غلام کول د داعش ډلې کار و او دا «ښځه د یوې مذهبي ډلې د ختمولو لپاره د داعش په نیت (هدف) کې شریکه» وه.
د لینا اسحق مدافع وکیل میکایل ویسټرلونډ وویل موکله یې لا پرېکړه نه ده کړې، چې د محکمې په پرېکړې اعتراض وکړي او که نه، خو وکیل یې خوشحال و، چې محکمې هغې ته د عمر سزا ورنه کړه. څارنوالانو دې ښځې ته د عمر بند سزا غوښتله.
د سویډن د استخباراتو څانګه (ساپو) وايي چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کالونو کې د سویډن شاوخوا ۳۰ ښځې او نارینه په سوریې او عراق کې د داعش له ډلې سره یو ځای شوي وو.
لینا اسحق په سویډن کې په یوې عیسوۍ کورنۍ کې لویه شوې وه، خو په ۱۹۹۰ کالونو کې له خپل پخواني مېړه سره، چې اوس مړی شوی، له ملاقات وروسته مسلمانه شوه. دا شپږ اولادونه لري او په ۲۰۱۳ کال کې سوریې ته ولاړل.
د هغه مېړه جېرو میهو په ۲۰۱۴ کال کې مړ شو او لینا راقې ته ولاړه او هلته یې بل واده وکړ.
فورم \ دبحث خونه