د لاس رسي وړ اتصالات

 
د غزې د بیا رغونې پلان؛ عربو مشرانو د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدلي

د غزې د بیا رغونې پلان؛ عربو مشرانو د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدلي


سټیف ویتکوف د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی دی
سټیف ویتکوف د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی دی

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مارچ (کب۲۲) په یوې اعلامیې کې وویل چې د یو شمېر عربو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ لپاره د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي سټیف ویتکوف سره لیدلي او د غزې د بیا رغونې د پلان په اړه یې ورسره بحث کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د عربو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې د بیا رغونې په پلان باندې بحث وکړ، دا پلان د مارچ په څلورمه نېټه په قاهرې کې د عرب لیګ په سرمشریزې کې تائید شوی.»

اعلامیه وایي چې د سټیف ویتکوف سره په مجلس کې د قطر، اردن، مصر، سعودي عربستان او د متحدو عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیران او د فلسطین د ازادۍ سازمان منشي موجود وو.

په اعلامیې کې راغلي دي چې دوی د متحدو ایالتونو له استازي سره «موافقه وکړه چې د بیا رغونې د هڅو د اساس په توګه د دغه پلان په اړه همکاري او سلا مشورې روانې وساتي.»

د شنبې په ورځ د اسلامي‌ همکاریو سازمان، چې ۵۷ غړي هېوادونه لري، د غزې د بیا رغونې لپاره پلان طرحه کړ او عرب لیګ په ریاض کې په خپلې اضطراري غونډې کې دا پلان مخې ته کړ.

د فلسطین د خپلواکې ادارې تر راتلونکي مدیریت لاندې د غزې تړانګې د بیا رغونې دا طرحه د مصر په مشرۍ وړاندې شوې ده. ولسمشر ټرمپ وړاندیز کړی و چې د غزې خلک دې نورو هېوادونو او‌ په خاص ډول مصر او اردن ته واستول شي او غزه دې امریکاته وسپارل شي، دا نوی پلان د ولسمشر ټرمپ د وړاندیز په ځواب کې طرحه شوی.

اسرائيل او متحدو ایالتونو دا طرحه رد کړې، خو بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا تائید کړې ده.

په همدې حال کې تېره ورځ په قطر کې د غزې د ماتېدونکې اوربند په اړه هم تازه خبرې پیل شوې، سټیف ویتکوف د منځګړتوب لپاره منځني ختیځ ته تللی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌: «وزیرانو په غزې او د فلسطینیانو په اشغال شویو سیمو کې د اوربند په ساتلو تاکید او د عادلانه او هر اړخیزې سولې لپاره یې د رښتینو هڅو د پیل په اړتیا ټېنګار وکړ.»

د اوربند لومړی پړاو، چې ۴۲ ورځې و، د مارچ په سر کې پرته له دې چې په دویم پړاو باندې یې موافقه وشي، پای ته ورسېده. په همدې حال کې اسرائيل هم د اوربند د غځولو په هدف قطر ته خپل مذاکره کوونکي‌استولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG