د لاس رسي وړ اتصالات

 
ټرمپ د فلسطینیانو په پلوۍ مظاهره کوونکو خلاف د اقداماتو خبرداری ورکړی

ټرمپ د فلسطینیانو په پلوۍ مظاهره کوونکو خلاف د اقداماتو خبرداری ورکړی


د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې د لاریونونو د تنظیموونکي محمود خلیل د نیول کېدو په غبرګون کې په نیویارک ښار کې د یو لاریون په ترڅ کې یو لاریون کوونکی نیول شوی.
د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې د لاریونونو د تنظیموونکي محمود خلیل د نیول کېدو په غبرګون کې په نیویارک ښار کې د یو لاریون په ترڅ کې یو لاریون کوونکی نیول شوی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، مارچ ۱۰ (کب ۲۰)، په امریکايي پوهنتونونو کې د فلسطین پلوه لاریون کونکو په وړاندې د نویو اقداماتو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې د لاریونونو د تنظیموونکي محمود خلیل نیول کیدل ددې لړۍ پیل دی.

ولسمشر ټرمپ په خپله ټروت سوشل ټولنیزه شبکه کې ولیکل: "موږ پوهیږو چې په کولمبیا او د هیواد په کچه نورو پوهنتونونو کې ډیر داسې محصلین شته چې د ترهګرۍ پلوه، یهود ضد او امریکا ضد فعالیتونو کې ښکیل دي او د ټرمپ اداره به یې ونه زغمي."

محمود خلیل ددې اونۍ په پیل کې د امریکا د کډوالو ادارې د چارواکو لخوا ونیول شو. هغه یو کال وړاندې د امریکا په کولمبیا او څو نورو پوهنتونونو کې په غزه کې د حماس سره د اسرائیل د جګړې خلاف مظاهرو په مخکښو تنظیم کوونکو کې و. حماس د متحده ایالاتو له خوا د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل شوی دی.

خو دغه مظاهرې پای ته ورسېدې او په تیر مني کې د نوي تعلیمي کال د پیل کیدو سره پیل نه شوې.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت وویل چې خلیل "د یهودیت ضد کړنو د مخنیوي لپاره د د ولسمشر ټرمپ د اجرائیوي فرمانونو په رڼا کې او د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ" نیول شوی دی.

د متحده ایالاتو د فدرال محکمې قاضي جیسي فرمن د دوشنبې په ورځ له امریکا څخه د خلیل د شړلو د مخنیوي پرېکړه وکړه او ویې ویل چې د هغه دوسیه به د چهارشنبې په ورځ وڅېړل شي.

د پولیسو په اسنادو کې ویل شوي چې خلیل د سوریې دی او تیر کال یې د کولمبیا پوهنتون د نړیوالو چارو له پوهنځي څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. د کولمبیا د محصلینو د اتحادیې په وینا، هغه د نیول کیدو په وخت کې د متحده ایالاتو د دایمي استوګنې پیژندپاڼه (ګرین کارت) درلود او د یوې امریکایي ښځې سره یې واده کړی چې د اتو میاشتو میندواره ده.

پر محمود خلیل باندې جنايي تورونه نه دي لګول شوي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یو پوسټ کې لیکلي، "که تاسو د ترهګرۍ، بې ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو د وژنې ملاتړ کوئ نو ستاسو شتون زموږ د ملي او بهرني سیاست د ګټو سره په ټکر کې دی، او دلته ستاسو هرکلی نه کیږي. موږ تمه لرو چې د امریکا هر پوهنتون به دا په پام کې ولري."

د کولمبیا په پوهنتون کې د ۲۰۲۴ کال لاریونونه او پرلت
د کولمبیا په پوهنتون کې د ۲۰۲۴ کال لاریونونه او پرلت

د تیر کال د فلسطین پلوه لاریونونو له کبله د متحده ایالاتو په ځینو پوهنتونونو کې تعلیمي کال او ټولګي وروسته له هغه ګډوډ شول چې حماس د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د یو ترهګریز برید په ترڅ کې، د اسرائیلي چارواکو له قوله، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل چې په لسګونو یې تراوسه په غزه کې د حماس لخوا په قید کې ساتل کیږي.

د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، د اسرائیل په ځوابي هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې له ۴۸۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. د اسرائیل پوځ وویل چې په وژل شویو کې ۱۷۰۰۰ د حماس ترهګر شامل دي.

په پوهنتونونو کې د تیر کال د لاریونونو په ترڅ کې لاریون کوونکو د ځینو پوهنتونونو په منځ کې پرلت وکړ، درسي ساعتونه یې ګډوډ کړل او اسرئیل پلوه زیاتره یهود محصلین یې وشړل. ځینې لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شول او پر لاریون کوونکو باندې د یهودیت ضد تورونه ولګول شول.

د محمود خلیل قضیه

د محمود خلیل مدافع وکیل وویل چې امنیتي کسانو هغه د شنبې په ورځ د کولمبیا پوهنتون ته څېرمه په خپل کور کې نیولی او ویلي یې دي چې د هغه ګرین کارت لغوه کوي. خلیل دا وخت په جنوبي ایالت لوزیانا کې د کډوالو په توقیف ځای کې ساتل کیږي.

د خلیل مدافع وکیلانو له قاضي فرمن څخه هم وغوښتل چې نیورک ته د هغه د بیرته ستنولو امر وکړي.

په متحده ایالاتو کې د "امریکا اسلامي اړیکو شورا" په نوم د مسلمانانو د مدني حقونو مدافع سازمان د دوشنبې په ورځ د خلیل د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د هغه د مدافع وکیل سره همکاري کوي.

په واشنګټن کې میشت دغه سازمان په یو بیان کې وویل چې خلیل د امریکا "قانوني دایمي اوسیدونکی دی، په هیڅ جرم نه دی تورن یا محکوم شوی... د کورني امنیت وزارت دا غیرقانوني پریکړه چې هغه یوازې له دې کبله ونیسي چې د نسل وژنې په ضد یې سوله ایز اعتراض کړی، د [متحده ایالاتو د اساسي قانون] د لومړي تعدیل د بیان ازادۍ د تضمین، د کډوالۍ د قوانینو او د فلسطینیانو د بشري حقونو په وړاندې د یو څرګند برید استازیتوب کوي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ په ایکس شبکه کې په خپاره شوي پیغام کې وویل چې دا وزارت به "په امریکا کې د حماس د ملاتړو ویزې او ګرین کارتونه لغوه کړي چې دوی اخراج شي."

د جنوري په میاشت کې د ټرمپ ادارې د واک ترلاسه کولو راهیسې، د خلیل نیول کیدل د فلسطینيانو په ملاتړ د لاریونونو په تړاو د شړلو لومړنۍ ښکاره هڅه ده.

یو کال دمخه د لاریونونو په ترڅ کې، خلیل او د کولمبیا پوهنتون په لاریون کې شاملو د محصلینو یوې ډلې پر هغوی باندې لګېدلي د یهودیت ضد ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی د جګړې ضد پراخ غورځنګ برخه ده او یهودي محصلین او نورې ډلې هم په کې شاملې دي.

خو د محصلینو دغه ډلې د حماس او د لبنان د حزب الله ډلې له مشرانو څخه ملاتړ څرګند کړی دی. د حزب الله ډله هم د متحده ایالاتو د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله ده.

دا روښانه نه ده چې خلیل به کله د کډوالۍ محکمې ته حاضر کړل شي چې دا معمولا له متحده ایالاتو څخه د شړل کېدو لمړنی ګام دی.

اسرائیل پلوه فعالینو په وروستیو اونیو کې د ټرمپ له ادارې څخه غوښتي وو چې له متحده ایالاتو څخه د هغه د شړلو پروسه پیل کړي.

د کولمبیا پوهنتون د خلیل د نیولو په اړه د تبصرې کولو څخه ډډه کړې او د دوشنبې په ورځ یې د اسوشیتډ پرس له خوا د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د کولمبیا پوهنتون نوې ګومارل شوې ادارې پر خلیل او لسګونو نورو فلسطین پلوه لاریون کوونکو محصلینو باندې د انضباطي سرغړونو تورونه لګولي او په دې اړه یې تحقیقات هم پیل کړي دي.

د ټرمپ ادارې تیره اونۍ په کولمبیا پوهنتون باندې ۴۰۰ میلیون فدرالي مرسته بنده کړه او ادعا یې وکړه چې د امریکا دغه مشهور پوهنتون د یهودانو ضد اقداماتو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ددې راپور ځینې معلومات د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG