د لاس رسي وړ اتصالات

هند په پاکستان کې د چمپینز ټرافي سیالۍ نه کوي


د هند د کرکټ لوبډله
د هند د کرکټ لوبډله

د کرکټ نړیوالې شورا د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۹) تائید کړ، چې هند به په پاکستان کې د چمپینز ټرافي‌ یوه لوبه هم نه کوي او د هند ټولې لوبې به په درېیم هېواد کېږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د اعلامیې په اساس، پاکستان به هم د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ ترمنځ کلونو کې د هغو نړیوالو لوبو لپاره هند ته نه ځي، چې هند یې کوربه وي. د پاکستان لوبې به هم په درېیم هېواد کېږي.

هند د ۲۰۲۵ کال د ښځو د نړیوال جام د سیالیو کوربه دی او همدغه راز له سري لانکا سره د ۲۰۲۶ کال د نارینه وو د شل اوریزو لوبو ګډ کوربتوب هم په غاړه لري. پاکستان به د دغو سیالیو لپاره خپلې لوبډلې هند ته نه استوي او په درېیم هېواد کې به یې لوبې کېږي.

هند څه باندې یوه میاشت مخکې وویل چې په پاکستان کې د چمپینز ټرافي کېدونکو سیالیو ته خپله لوبډله نه استوي. په چمپینز ټرافي کې د نړۍ د سر اته غوره لوبډلې لوبېږي او دا د ۵۰ اوورونو لوبې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا لا نه دي ویلي چې د هند لوبې به په کوم ځای کې کېږي، خو دوبۍ،‌ ډهاکه او کولمبو د دغو لوبو لپاره په نظر کې نیول شوي دي.

د سیاسي‌ شخړو له کبله له ۲۰۱۲ کال راهېسې د هند او پاکستان لوبډلو له یو بل سره دوه اړخیز سیریزونه نه دي کړي‌. دواړه هېوادونه د کرکټ د نړیوالې شورا په لویو سیالیو کې له یو بل سره مخامخېږي او لوبې کوي.

تېرکال پاکستان د نړیوال جام سیالیو ته خپله لوبډله هند ته واستوله، خو د دغه نړیوال جام تر سیالیو مخکې هند د اسیا کپ سیالیو ته خپله لوبډله پاکستان ته وانه استوله او د هند ټولې لوبې په سري لانکا کې وشوې.

د کرکټ نړیواله شورا وايي له دغې تازه پرېکړې وروسته به د چمپینز ټرافي د سیالیو مهالوېش به په راتلونکو څو ورځو کې خپروي، چې افغانستان، استرالیا، انګلنډ، بنګله دېش، پاکستان، جنوبي افریقا، هند او نیوزلنډ په کې لوبېږي.

افغانستان په لومړي ځل په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG