د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د چمپینز ټرافي د برخلیک په اړه د کرکټ نړیوالې شورا خبرې روانې دي


چمپینز ټرافي
چمپینز ټرافي

د کرکټ نړیواله شورا (ای سي سي) وايي په پاکستان کې د راتلونکي کال د چمپینز ټرافي د برخلیک په اړه خبرې روانې دي.

ددغو سیالیو برخلیک ددې میاشتې د پیل راهیسې په داسې حال کې نامعلوم دی چې هند د پاکستان په کوربتوب دغو سیالیو ته د لوبډلې له لیږلو څخه ډډه کړې ده.

ټاکل شوې چې د فبروري له ۱۹مې د مارچ تر اتمې نیټې په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه واخلي.

هند او پاکستان چې دواړه اتومي وسلې لري، په ۱۹۴۷ کې د جلا کېدو راهیسې درې جګړې کړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ دښمني د کرکټ په میدان کې هم څرګنده وي.

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ای سي سي په مرکزي دفتر کې د چمپینز ټرافي په اړه د جمعې نومبر ۲۹ (لیندۍ نهمې) غونډه له کومې پرېکړې پرته پای ته ورسېده.

ددې غونډې په اړه یوې باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "ټولې خواوې یوې مثبتې پرېکړې ته د رسېدو هڅه کوي. ټاکل شوې چې بورډ په دې اړه په راتلونکو څو ورځو کې بیا غونډه وکړي."

پاکستان تر دې وړاندې داسې وړاندیزونه رد کړی چې هند په دغه ټورنمنټ کې خپلې لوبې په دریمګړي هېواد کې وکړي او ټینګار یې کړی چې ټولې لوبې باید د پاکستان په خاوره کې وي.

یوې بلې سرچینې ویلي چې د جمعې د ورځې په لنډه غونډه کې "د پاکستان دریځ پرځای پاتې وو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG