د لاس رسي وړ اتصالات

هندي جی شاه د کرکټ د نړیوالې شورا د نوي مشر په توګه دنده پیل کړه


جی شاه د کرکټ د نړیوالې شور نوی مشر
جی شاه د کرکټ د نړیوالې شور نوی مشر

د هند د کرکټ بورډ مشر جی شاه نن یکشنبه ډسمبر لومړۍ (لیندۍ ۱۱) د کرکټ د نړیوالې شورا د نوي مشر په توګه کار پیل کړ او ویلي یې دي چې د کرکټ لوبه به «نویو لوړو درجو» ته رسوي.

جی شاه د هند د کورنیو چارو د ځواکمن وزیر امیت شاه زوی دی. هغه د اګست په میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا د غړو له لوري له کوم مخالفت پرته دغه موقف ته انتخاب شو.

تر ده مخکې ګرېګ بارکلی د آی سي سي مشر و، هغه ونه غوښتل چې د درېیم ځل لپاره هم په دې څوکۍ پاتې شي.

جی شاه ۳۶ کلن دی او دی په دې عمر کې د کرکټ د نړیوالې شورا تر ټولو ځوان مشر شو.

نوموړي په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «کرکټ په نړیواله کچه پراخ ظرفیت (پټېنشل) لري. زه غواړم د آی سي سي له ټیم او غړو هېوادونو سره له نژدې کار وکړم چې د دغو فرصتونو څخه په استفادې دا ورزش نویو لوړو ته ورسوو.»

نوموړي زیاته کړې ده چې د کرکټ د څو بڼو د موجودیت او «د ښځو کرکټ ته د چټکې ودې د اړتیا» له پلوه په یو حساس پړاو کې دي.

د کرکټ نړیواله شورا څه باندې ۱۰۰ غړي هېوادونه لري. دا شورا د نړیوالو جامونو د سیالیو د تنظیم او د کرکټ د غوړېدو مسئولیت په غاړه لري.

جی شاه داسې مهال د کرکټ د نړیوالې شورا مشر ټاکل کېږي، چې د چمپین ټرافي سیالیو د ځای په اړه بحثونه روان دي. پاکستان د دغو سیالیو کوربه دی او هند وار دمخه ویلي دي ‌چې پاکستان ته د «امنیتي اندېښنو» له کبله خپل لوبډله نه استوي، خو پاکستان دا «پلمه» نه مني.

د کرکټ نړیوالې شورا یوې سرچېنې فرانس پرس ته ویلي دي‌ چې په دې اړه د کرکټ د نړیوالې شورا د غړو ترمنځ لا هم خبرې روانې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG