د لاس رسي وړ اتصالات

پر تورخم دروازه د افغانستان لوی شمېر لارۍ درول شوي


تورخم کې د لاریو چلوونکي شکایت کوي چې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې یې په تازه مېوو بار لارۍ ولاړې دي او ویره لري که یې د ورتلو اجازه پر وخت ورنه کړای شي نو مېوې به یې خرابې شي.
تورخم کې د لاریو چلوونکي شکایت کوي چې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې یې په تازه مېوو بار لارۍ ولاړې دي او ویره لري که یې د ورتلو اجازه پر وخت ورنه کړای شي نو مېوې به یې خرابې شي.

د چارشنبې له ورځې راهیسې پر تورخم دروازه د پاکستان ګمرک چارواکو له افغانستان ورتلونکې هغې ټولې بار وړونکې لارۍ درولې دي چې د داخلېدو موقتي اسناد یې نه درلود.

ټرانسپورټران او چلونکي شکایت کوي چې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې یې په تازه مېوو بار لارۍ ولاړې دي او ویره لري که یې د ورتلو اجازه پر وخت ورنکړه نو مېوې به یې خرابې شي.

یاده دې وي چې د سږني کال په مارچ میاشت کې د پاکستان حکومت د افغانستان ډرایورانو او د هغوی کلینرانو ته امر کړی وو چې د جولاۍ میاشتې تر ۳۱مې نېټې دې د داخلېدو موقتي اسناد جوړ کړي ګنې تر هغه وروسته پر تورخم نه شي ورتېرېدلای.

پر تورخم یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودو په شرط امریکا غږ ته وویل، "تر دې د افغانستان ډرایورانو د داخلېدو موقتي اسناد نه دي جوړ کړي، نو ځکه به دغه لارۍ تر هغو ولاړې وي چې حکومت راته بل امر نه وي کړی. "

د افغانستان ټرانسپورټران بیا وايي، چې د داخلېدو لنډمهالي اسناد ځکه نه لري چې یوخوا د اسنادو فیس لوړ شوی دی بلخوا په کندهار او کابل کې د پاکستان په سفارت کې د موقتي اسنادو ورکولو لپاره یې یو یو کس کښېنولی دی.

د افغانستان د بار وړونکو لاریو د اتحاديې یوه مشر حاجي محمد نور احمدزي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "موږ ډېرې ستونزې لرو. لومړی به د اسنادو جوړېدو لپاره سل ډالره فیس اخیستل کېدو خو اوس تر درې او څلور سوو ډالرو پورې زیات کړی دی. "

نوموړی زیاتوي د لاریو ډرایوران چې کله له کوره ووځي نو څو څو میاشتې بهر تېروي، څوک په لاهور کې وي څوک په پېښور کې، څوک په کوټه او کراچۍ کې وي نو هغوی خو له دې موقتي اسنادو ګرسره خبر نه دي.

پر تورخم د ډیورنډ کرښې پورې غاړه په دومره شمېر کې لارۍ ولاړ دي چې له لاسه یې ټرافیکي ستونزې زیاتې شوې دي.

د خیبر د یوې لارۍ ډرایور محمد ګلاب شینواري امریکا غږ ته وویل، "په لارۍ کې مې پیاز بار دي او کابل ته يې وړم او زما د ډرایور سره موقتي اسناد هم شته خو تورخم کې ډېرۍ لارۍ ولاړ دي چې له لاسه یې زما لارۍ هم په ګڼه ګوڼه کې راګېره ده. "

په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکي وايي، کله چې سوداګري ورو شي یا ودرېږي نو د دواړو هېوادونو تاوان دی.

د یادې خونې مرستیال مشر ضیاالحق سرحدي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "موږ ته دا شکایتونه راغلي دي موږ دواړو خواوي کونسلګرو او سفارتونو ته ویلي چې ډرایورانو ته موقتي اسنادو ورکولو کې له ځنډه کار مه اخلي. "

نوموړی زیاتوي، د پاکستان د سوداکرۍ وزارت ته ویلي ول، "که موږ ته وزیر وخت نه شي راکولی نو موږ لپاره دې یو ویاند وټاکي چې زموږ د سوداګرو او د ټرګونو د ډرایورانو ستونزې هواروو نو موږ هلې ځلې کوو چې د ټرکونو د ډرایورانو دا ستونزې په بیړنۍ توګه هوارې کړو. "

دا له هغې وروسته چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د سوداګرۍ د یوې لوظنامې ترمخه د روان کال د جون میاشتې پر درېیمه نېټه د افغانستان د کورمې د خرلڅۍ له لارې بار وړونکي لارۍ پاکستان ته د ټي ای ډي موقتي اسنادو په ښودلو پاکستان ته داخل شوي وو.

دا موقتي اسناد د پاکستان او افغانستان ټرک ډرایور او کلینرانو ته د شپږ میاشتو لپاره ورکول کېږي او سل ډالره یې فیس ټاکل شوی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG