د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې له افغانستان څخه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تیرو ۱۱ میاشتو کې د امریکا د متحده ایالاتو او یو شمیر اروپايي هیوادونو په ګډون بهر ته د څه باندې ۱۴۳ میلیونو ډالرو په ازرښت تازه میوه صادره شوې ده.
ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د یکشنبې په ورځ مارچ دوېیم ( کب ۱۲) رسنیو ته په یو استولي ویډيوي پیغام کې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د پیل راهیسې په تیرو ۱۱ میاشتو کې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته نږدې ۲۹۶ زره ټنه تازه میوه صادره شوې ده.
هغه ویلي: "پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، انګلستان، هالنډ، امریکا، فرانسه، استرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا ته نږدې ۲۹۶ زره ټنه تازه میوه چې ارزښت یې شاوخوا ۱۴۳ میلیونو او ۱۱۰ زره ډالرو ته رسیږي صادره شوې ده."
هغه ویلي چې د میوو په صادراتو کې مڼې، انار، انګور، انځر،زردالو، ګیلاس، توت، خربوزه، شاه توت، هندواڼې او نورې تازه میوې شاملې دي.
ددې دمخه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۸ ( کب نهم) کابل کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د دغه حکومت تر کنټرول لاندې دعلومو په اکاډمۍ کې یو جوړ شوي سیمنار ته په وینا کې ویلي وو چې افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د پیل راهیسې بهرنیو هیوادونو ته د نږدې دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي. هغه وویل چې افغان سوداګروپه دغه موده کې د نږدې ۱۱ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي له بهرنیوادونو افغاسنتان ته وارد کړي دي.
هغه ویلي: "پر هغه څه چې مږنږ پرې زیات تمرکز کوو، د سوداګرۍ بیلانس او توازن دی یعنی د وارداتو او صادراتو کچه سره نږدې یا برابره کړو. زمونږ پر ځان د بساینې یوه ستونزه د صادراتو په برخه کې مشکلات دي؛اوس مهال زمونږ د وارداتو کچه شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالر ده او د دوو میلیاردو ډالرو څخه کم صادرات لرو. دا یو ډیر زیات ستر توپیر دی".
د نړیوال بانک د یو راپور له مخې په تیرو دوو کلنو کې په پرله پسې ډول د افغانستان صادرات کم شوي او واردات یې زیات شوي دي.
نړیوال بانک د فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۹) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دوامدارو ستونزو، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمیدو او د پاکستان سره نازکو سوداګریزو اړیکو له کبله د افغانستان اقتصادي وضعیت بې ثباته دی.
د نړیوال بانک په ارزونه کې ښودل شوې چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ، سرچینو محدودیت، پرله پسې لوړې بې وزلې او دا چې دا هیواد د پیریدو ډیر توان نه لري، میلیونونه افغانان یې د خطر سره مخامخ کړي.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان سوداګریز کسر نهه میلیارده ډالره و او ۵۴ په سلو کې لوړ شوی و.
نړیوال بانک ویلي چې تیر۲۰۲۴ کال افغانستان د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې په عمده توګه د ډبرو سکرو او ټوکرو په صادراتو کې پنځه په سلو کې کموالی راغلی و.
د نړیوال بانک په راپور کې داهم ویل شوي چې د افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادارت ۶۴ په سلو کې کم شوي ځکه چې اوس دا مواد پاکستان ته د پخوا په پرتله لږ صادریږي.
خو د دې ټولو سره سره، د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې د تیر مالي کال په لومړنیو لسو میاشتو کې (د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۲۲- د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۱) ۱۹۰.۵ میلیارده افغانۍ مالیه راټوله کړې وه چې ۲.۵ میلیارده ډالر کیږي او د افغانستان د داخلي ناخلاصه تولیداتو ۱۲ فیصده کیږي.
د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي دا چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د پاکستان سره بې ثباته سوداګریزې اړیکې لرې، دې ډلې کوښښ کړی چې د اوزبیکستان، ایران او قزاقستان ته صادرات ډیر کړي خو راپور وایي چې تیر کال دې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د ټولو صاداراتو یوازې درې په سلو کې یې همدې هیوادونو ته شوي و
نړیوال بانک ویلي چې لا هم افغانستان تیر کال تر ټولو ډیر صادرات پاکستان ته درلودل. په دې راپور کې راغلي چې پاکستان ته تیر کال د افغانستان د ټولو صادراتو ۴۵ په سلو کې و او تر پاکستان وروسته بیا هند ته ۳۴ په سلو کې صادرات شوي چې په دویم مقام کې راځي. ددې دمخه د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم په خپلو میاشتنیو راپورونو کې بهر ته د افغانستان د صادراتو د کچې د کمیدو خبر ورکړی وو.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک تر لاسه کړ خو ددې ډلې حکومت تر اوسه هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.
فورم \ دبحث خونه