د لاس رسي وړ اتصالات

 
طالبان: په بانکدارۍ کې د سایبري امنیت ښه کیدو لپاره نوو تجربو ته اړتیا لرو

طالبان: په بانکدارۍ کې د سایبري امنیت ښه کیدو لپاره نوو تجربو ته اړتیا لرو


د افغانستان بانک چې د طالبانو له خوا اداره کیږي له اوو میلیاردو ډالرو څخه زیاته شتنمې یې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا کنګل شوې ده.
د افغانستان بانک چې د طالبانو له خوا اداره کیږي له اوو میلیاردو ډالرو څخه زیاته شتنمې یې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا کنګل شوې ده.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي چې ددغه بانک د سرپرست نور احمد آغا په مشرۍ یو پلاوي د روسیې د فدراسیون یکاترینبورک ښار کې په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی دی.

د افغانستان بانک د دوشنبې د ورځې ناوخته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې به د سایبري بریدونو پر وړاندې د مقاومت ځواک لوړولو، د ډیجیټل بانکوالۍ ساتنې او د نوو ټکنالوژیو د امنیتي چوکاټونو پر پراختیا خبرې وشي.

دا کنفرانس د فبرورۍ په ۱۹ پیلیږي او د فبرورۍ تر ۲۱ پورې به دوام وکړي چې په کې به د یو شمیر هیوادونو د مالي سکتور استازي، متخصصین او څېړونکي د مالي امنیت، عصري بانکوالۍ سیستمونو او د سایبري ګواښونو پر ضد د مؤثرو تدابیرو په اړه بحثونه وکړي.

افغانستان بانک په دې خبرپاڼه کې ویلي: " په دې کنفرانس کې ګډون به د افغانستان بانک لپاره نه یوازې د سایبري امنیت د نوې پوهې ترلاسه کولو یوه مهمه موقع وي، بلکې د هېواد د بانکي سکتور لپاره به د نړیوالو تجاربو او نوو نظریاتو سره د همکارۍ لپاره فرصتونه هم برابر کړي".

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان بانک چارواکي په دې کنفرانس کې له ګډون څخه تمه لري چې د سایبري امنیت په برخه کې به نوې تجربې ترلاسه کړي او د افغانستان د بانکي سکتور لپاره لاښه امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي."

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د روان لمریز ۱۴۰۳ کال د چنګاښ د میاشتې په نیمايي کې احمد ضیاء چې په نور احمد آغا باندې شهرت لري د هدایت الله بدري پرځای د افغانستان بانک د مشر او هدایت الله بدري یې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه وټاکل.

د طالبانو د حکومت د یو شمیر نورو چارواکو په څیر نوراحمد اغا هم د امریکا د متحده ایالاتو د تروریزم ضد بندیزونو سره مخامخ دی.

د رویټرز خبري اژانس د تیر ۲۰۲۴ کال د جولاۍ اتم ( چنګاښ ۱۸) د نورو نړیوالو بانکي سیستمونو په ځانګړي ډول د سویفت سیستم سره د طالبانو په حکومت کې د نور احمد اغا د ټاکنې د اغیزو په اړه په یو راپور کې ویلي وو چې امریکا د افغانستان په مرکزي بانک کې دا نوې ګمارنې له نږدې څاري.

دغه خبري اژانس د بروکسل کې د کرکیچ د نړیوالې ډلې د یو څیړونکي ګرایم سمیت له قوله ویلي: "داسې ښکاري چې د افغانستان د مرکزي بانک او د نړیوال بانکې سیستم ترمنځ په ټپه دریدلی حالت دوام ومومي".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره هممهاله د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارده شتمني کنګل کړه، چې بیا وروسته د جمهور رئیس جو بایډن ادارې ددغو پیسو نیمايي په سویس کې د افغانستان امانتي صندوق ته انتقال کړه چې اوس مهال په دغه هیواد کې د امریکا، سویس او افغان معتمدانو د یوې ډلې له خوا څارل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په دغه راپور کې ویلي وو چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنیو ته ددغه بانک بیرته د لاسرسي لپاره د امریکا متحده ایالاتو طالبانو ته د څو شرطونو څخه یو یې د افغانستان بانک د سیاسي نفوذ څخه خلاصولو لپاره د دغه بانک کې د طالب چارواکو پر ځای د مسلکي کسانو د ګمارل شرط وو.

د کرکیچ د نړیوالې ډلې څیړونکي ګرایم سمیت ویلي:" احمد ضیاء چې په افغانستان کې د نوراحمد اغا په نوم هم پیژندل کیږي د امریکا د مالیې وزارت د بمي چاودنو په نیت د بودیجې مدیریت او د طالبانو قومندانانو او په بهر کې ملګرو ته د پیسو د ویشلو د تورونو له امله د " ځانګړي نومول شوي ترهګر" تور لګولی دی."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بندیزونو په لیست کې د نور احمد اغا د نوم د شتون او په دې برخه کې د واشنګټن د ممکنه غبرګون په تړاو د رویټرز خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه وو ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG