بلومبرګ راپور ورکړی چې چینايي مقامات په دې غور کوي چې د ټیک ټاک د امریکا برخه په میلیاردر ایلان مسک وپلوري، ځکه چې د امریکا د یو قانون له مخې که ټیک ټاک له خپل چینايي مالک څخه جدا نه شي، په امریکا کې به یې فعالیت بند شي.
د بلومبرګ د دوشنبې، جنوري ۱۳ (مرغومي ۲۴) په راپور کې دغې قضیې ته د نږدې سرچینو په حواله لیکل شوي چې بیجینګ په داسې یوه سناریو غور کوي چې د مسک د ایکس شرکت (پخوانی ټویټر) ټیک ټاک له خپل چینايي مالک شرکت (بایټ ډانس) څخه وپیري او دا دواړه شبکې سره یو ځای کړي.
خو د ټیک ټاک یو ویاند فرانس پرس ته دا راپور "تشه افسانه" بللې او زیاته کړې یې ده چې ددې تمه ورڅخه نه کیږي چې د اوازو په اړه نظر څرګند کړي.
مسک د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالر وپېره. د ټیک ټاک د امریکا د برخې ارزښت د ۴۰ میلیارد څخه تر ۵۰ میلیارد ډالرو اټکل شوی.
که څه هم ایلان مسک د نړۍ ترټولو شتمن کس پیژندل شوی، خو د بلومبرګ په راپور کې نه دي ویل شوي چې هغه به ټیک ټاک څه ډول پیري او یا ددې لپاره به خپلې نورې شتمنۍ وپلوري.
امریکا تیر کال قانون تصویب کړ چې که ټیک ټاک په امریکا کې له خپل چینايي مالک شرکت څخه جدا نه شي، په امریکا کې به یې فعالیت د جنوري په ۱۹مه بند شي.
امریکا تور لګوي چې ټیک ټاک د کاروونکو معلومات د چین حکومت ته ورکوي او بیجینګ دغه شبکه د استخباراتي معلوماتو ټولولو لپاره کاروي. خو ټیک ټاک او بیجینګ دا تور رد کړی دی.
ټیک ټاک د امریکا د قانون په اړه د استیناف غوښتنه کړې او د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ په دې اړه د دواړو خواوو شفاهي دلیلونه واورېدل. د سترې محکمې قاضیانو د ټیک ټاک د وکیلانو ددې دلیل په اړه شک وښود چې ټیک ټاک خرڅلاو ته مجبورل د امریکا د بیان د ازادۍ له قانون څخه سرغړونه ده.
مسک د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس دی او تمه کیږي چې د هغه د حکومت په راتلونکو څلورو کلونو کې مهم رول ولري.
د مسک د ټیسلا بریښنايي موټرو شرکت په چین کې یوه ستره فابریکه لري او په دغه هېواد کې ډیر موټر پلوري.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس اژانس معلومات کارول شوي.
فورم \ دبحث خونه