د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وايي چې په را روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA)، د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۱۸(لیندۍ ۲۸) په را روان ۲۰۲۵ کال کې د افغانانو د بشري اړتیاو په اړه په یو راپور کې ویلي چې په راروان ۲۰۲۵ کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.
د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي".
اوچا ویلي چې د اړمنو افغانانو د ساتنې په ډلو کې په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او ماشومان او هغوی چې د معلولیت څخه کړیږي شامل دي او ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د هغوی بشري اړتیاوې نورې هم زیاتې نشي د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې د اساسي ډلو په توګه پاتې شوي دي.
ملګري ملتونوویلي چې د ښځو په ګډون د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د بې وزلې او لوږې سره مخ دي. اوچا ویلي چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیوب سره مخ دي او ۱۴.۳ میلیونه ډیرو محدودو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري. د اوچا د معلوماتو پراساس ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان قوي مغذي خوړو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو په افغانستان د طالبانو له خوا پر خلکو مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو لګولو باندې هم اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د طالبانو دغو اقداماتو ددغه هیواد ټولو وګړو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او نورو زیانمنوونکو ډلو ته د ساتنې خطرونه لا زیاتوي.
اوچا ویلي: "بیکاري، د کورنیو پوروړي کیدل او بې وزلي همداشان په پراخه کچه پاتې ده او ددغه هیواد نږدې نیمايي نفوس یې زیانمن کړی دی".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په افغاسنتان باندې د اقلیم د اغیزو په اړه د اټکل له مخې ویلي چې د راروان کال په سر کې به په دغه هیواد کې د اورښت کچه ټیټه پاتې شي او د حرارت درجه به د تیرو کلنو په څیر حالت کې پاتې شي.
اوچا ویلي چې په را روان ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونو اړمنو افغانانو له ډلې ملګرو ملتونو د ۱۶.۸ میلیونو کسانو لپاره د بشري مرستو د رسولو پروګرام ترتیب کړی، چې له مخې ۲.۴۸ یې میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي.
اوچا ویلي: "په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونو مرستو ته اړمنو کسانو له ډلې د بشري مرستو کارکوونکي به ۱۶.۸ میلیونو ته د مرستو د برابرولو لپاره ۲.۴۸ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ولري".
اوچا ویلي چې د تیرکال په څیر به دا مرستې تر ډیره د خوړو د برابرولو، روغتیا او د ماشومانو او میندو لپاره د مرستو د برابرولو په پروګرامونو په مصرف ورسیږي.
د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان لپاره په را روان ۲۰۲۵ کال کې د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالره کموالی راغلی او هم اړمنو افغانانو شمیر کې چې نړیواله ټولنه به ورته بشري مرستې برابرې کړي نږدې یو میلیون کسانو شمیر کم شوی دی.
ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړمنو د ۲۳.۷ میلیونو وګړو له ډلې د ۱۷.۳ میلیونو کسانو لپاره د بشري مرستو د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی وو.
ملګرو ملتونو د نړیوالې ټولنې څخه ۱۷.۳ میلیونو افغانانو ته د مرستو د برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه، خو نړیوالې ټولنې د سپټمبر د میاشتې تر وروستیو ددغو پیسو یوازې نږدې یو میلیارد ډالر ورته برابر کړي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې په را روان ۲۰۲۵ کال کې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره دا بودیجه په داسې حال کې غوښتې، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) ویلي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته ملګرو ملتونو په تیرو دریو کلنو کې په دغه هیواد کې د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره د بشري مرستو لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې.
سیګار د نومبر ۱۶(لړم ۲۶) د ایکس په پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستود برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتې وه، نړیوالې ټولنې ورته د اکتوبر د تیرې میاشتې تر ۲۲ پورې یوازې ۳۷ فیصده برابره کړې وه.
سیګار ویلي: "په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ملګري ملتونو دغه هیواد لپاره د بودیجې ټاکل شوی هدف ددغو دریو کلونو په هرکال کې نه دی ترلاسه کړی. د ملګرو ملتونو د وینا په اساس د بودیجې دا کسر په نړۍ کې د یو داسې هیواد لپاره چې ترټولو د یو ستر بشري بحران سره مخ دی او ۲۳.۷ میلیون وګړي یې د اساسي اړتیاو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو متکي دي، شوی دی."
فورم \ دبحث خونه