کابل کې د جاپان سفارت په افغانستان کې د روان بشري بحران د اغیزو د کمولو د هڅو په لړ کې دغه هیواد سره د ۲۷.۵ میلیونو امریکايي ډالرو د نوې مرستې اعلان کړی دی او ویلي دي چې دا مرسته به زیانمنوونکو افغانانو سره د هغوی ژوند په ښه کیدو کې مرسته وکړي.
کابل کې د جاپان سفارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر۱۷(لیندۍ ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا پیسې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو موسسو له لارې د افغانانو د خیر ښیګڼې په چارو مصرف شي.
دغه سفارت ویلي: "په خوښۍ سره اعلان کوو چې د جاپان دولت د افغانستان لپاره ۲۷.۵ ملیون ډالرو اضافي مرستې پریکړه کړې چې دواړه بشردوستانه او لومړني بشري اړتیاوې تر پوښښ لاندی راولی. موږ هیله لرو چې دا مرسته به د اړمنو افغانانو په ژوند کې بدلون راولي".
د جاپان سفارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې افغانستان سره د ۵۰۵ میلیونو ډالرو بشري مرستې کړي دي.
د بودیجې کمښت
جاپان د افغانستان سره د بشري بحران د اغیزو د کمولو لپاره دا مرسته په داسې حال کې کړې، چې په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو او بشري مرستو د رسولو ادارې د بودیجې د سخت کمښت سره مخ دی، چې له امله یې د بشري مرستو رسونې یو شمیر ادارې د خپلو ځینو پروګرامونو بندولو او یا محدودولو ته اړ شوي دي.
ملګروملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې په افغانستان کې د ۱۷.۳ میلیونو وګړو لپاره د بشري مرستو د برابرولو په خاطر د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه، خو نړیوالې ټولې ددغې بودیجې یوازې نږدې یو میلیارد ډالر د سپټمبر د میاشتې تر وروستیو د بشري مرستو ادارو ته برابره کړي وه.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې څخه د راروان ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې ۷۱۸ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د هرې میاشتې په تیریدو بشري مرستو ته د افغانانواړتیا زیاتیږي.
ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر له میاشتې یې په افغانستان کې شپږو میلیونو کسانو ته د ژمي د موسم د مرستو د برابرولو پروګرام پیل کړی، چې د را روان ۲۰۲۵ کال د اپریل تر میاشتې به دوام ومومي.
د ملګرو ملتونو دغه پروګرام ویلي چې د بدخشان، بامیان، غور او دایکنډي ولایتونو کې یې له ۶۲ زرو ټنو څخه زیات خوراکي توکي ځای پرځای کړي چې د اړتیا پر مهال به اړمنو کورنیو باندې وویشل شي.
ملګرو ملتونو ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیوب سره مخ دي او ددغه هیواد د ۴۴.۵ میلیونو نفوس له هرو څلورو کسانو څخه یو یې په دې نه پوهیږي چې بل ځل لپاره خواړه به له کوم ځای برابر کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په دې شمیر کې ۲.۴ میلیونه وګړي په بیړني ډول د خوړو د نه خوندیتوب د حالت سره مخ دي.
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د اقلیم د اغیزو له امله د دوامدارې وچکالۍ او د کال په سر کې د سختو سیلابونو د راوتلو وروسته په زرګونو کورنۍ خپلو سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.
فورم \ دبحث خونه