د لاس رسي وړ اتصالات

بنیټ: افغانستان کې د بشري بحران د پراختیدو مخنیوي لپاره باید یو هراړخیز پلان چمتو شي


ریچارد بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی دی.
ریچارد بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ ددغې ټولنې ۷۹ عمومي غونډې ته په دغه هیواد کې د بشري وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو د درې کلنۍ واکمنۍ پرمهال د افغان میرمنو او نجونو په ګډون بشري وضعیت لا خراب شوی چې ددغه بحران د لا پراخیدو مخنیوي لپاره د یو هراړخیز پلان پلي کیدو ته اړتیا ده.

ریچارد بنیټ د جمعې په ورځ نومبراول (لړم ۱۱) د ملګرو ملتونو دعمومي غونډې درېیمې کمیټې ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغان ښځو، نجونو، ماشومانو او قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابیدو خبرداری ورکړ او ویې ویل که چیرې وضعیت همداسې دوام ومومي نو له دغه هیواد څخه به د کډوالۍ بهیر لا پراخه او د پولي په اوږدو کې به امنیتي ګواښونه زیات شي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د یوې ځانګړې ستراتیژۍ له مخې کار دې وکړي او د افغانستان د بشري حقونو روان وضعیت ته په پاملرنې دې یو هراړخیز پلان جوړ او پلی کړي. هغه وویل، چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا د یو داسې پلان نه ‌شتون طالبان په خپلو اقداماتو کې نورهم زړور کړي دي.

ریچارد بنیټ وویل چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د هغه څه په خاطر چې هغه له ښځواو نجونو سره د جنسیت پربنسټ تبعیضي چلند وباله، حساب‌ وکړي.

ریچارد بنيت ملګرو ملتونو ته د خپل راپور د وړاندې کولو دمخه ددغه راپور جزئیات رسنیو سره شریک کړي وو.

ریچارد بنیټ ددې غونډې د یو ګډونوال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ده د جرمونو له نړیوالې محکمې (ICC) سره یې په‌ دې اړه اړیکه نیولې او که نه، وویل: "زه د جرمونو نړیوالې محکمې ته د ټولو امکاناتو څخه په کار اخیستلو د دې مسلې د وړاندې کولو او په ‌دې برخه کې د عملي پلټنو د ټولو اقداماتو ملاتړ کوم. په ‌دې اړه د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې زه د دې محکمې له لوی څارنوال سره د ملګرو ملتونو له اصولو سره سم په تماس کې یم."

ریچارد بنیټ وویل چې دا سمه ده چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او دا ځکه چې د هغه په وینا طالبانو پخپله ددغه هیواد په ناامنه کولو کې لاس درلود. هغه وویل چې له افغانستان څخه د متخصصو افغانانو د وتلو د یوې لویې ضایع سره مخ دی.

ریچارد بنیټ په خپلو څرګندونو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو سپارښتنو یادونه هم وکړه او دغو سپارښتونوته په اشارې یې وویل، چې اړتیا دا ده چې د افغانستان راتلونکي لپاره لارې یوه سیاسي نقشه جوړه شي چې ښځې، مدني ټولنه او طالبان پکې ځان وویني.

هغه ددې غونډې په پای کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو د درې کلونو په تېرېدو په دغه هیواد کې بشري وضعیت د لا خرابیدو خواته روان دی.

هغه وویل: "د امنیت او نشه يي توکو د مخنیوي په برخو کې ځینې ادعا شوي مثبت بدلونونه، د بشري حقونو او زما له ماموریت سره د نه همکارۍ په ګډون د دوی پر نړیوالو مسؤولیتونو سیوری غوړولی دی. له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیت پر بنسټ تبعیض بلل شوی او دا اصلاح پر ځای ده. افغانستان یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زدکړې په کې بندیز لګول شوی. د امر بالمعروف نوي قانون د مذهبي اقلیتونو په ګډون ټوله ټولنه او خبریالان اغېزمن کړي. قومي اقلیتونه په تېره بیا هزاره ګان له حقونو محروم شوي او بریدونه هم پرې شوي. د طالبانو سختو سزاګانو دغه هېواد کې بشري بحران لا ژور کړی دی".

ریچارد بنیټ وویل چې د طالبانو حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل عادي کیدل، یوازې په هغه صورت کې ممکن دي چې ددغې ډلې حکومت پر ښځو او نجونو ټول هغه لګیدلي محدودیتونه پای ته ورسوي چې له تیرو څه باندې دریو کلونو راهیسې یې پر دغه هیواد کې پر هغوی لګولي دي.

د حساب ورکولو خپلواک میکانیزم رامنځ ته کیدو غوښتنه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق دې غونډې ته په وینا کې د ریچارد بنیټ له راپور ملاتړ څرګند کړی او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په توګه د پیژندلو غوښتنه کړې ده.

نصیر احمد فایق ملګرو ملتونو غونډې ته د خپلې وینا متن د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپور کړی چې په کې هغه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د حساب ورکولو د یو خپلواک میکانیزم په رامنځ کیدو باندې ټینګار کړی دی.

هغه ویلي: "مونږ د افغانستان لپاره د حساب ورکونې د یو خپلواک میکانیزم جوړیدل غواړو او په دې تړاو مونږ د جرمني، کاناډا، استرالیا او هالنډ د هغه نوښت هرکلی کوو چې ۲۲ نورو هیوادونو یې هم ملاتړ کړی او په کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د هرډول تبعیضي چلند د مخنیوي د کنوانسیون پر وړاندې د مکلفیتونو څخه د سرغړونو په خاطر طالبانو سره د حساب کولو غوښتنه شوې ده".

د سپټمبر د میاشتې په ۲۳ (تلې دوېیم) استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ په نیویارک کې اعلان وکړ چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بشری حقونو څخه د سرغړونو لپاره یو حقوقي بهیر به پیلوي چې ممکن په هاګ کې د عدالت په نړیوالې محکمې کې واورېدل شي.

څه باندې ۲۰ هېوادونو په یوې اعلامیې کې د دغه حقوقي اقدام هرکلی کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش هم سپټمبر ۲۹(تلې اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې ددغو هڅو څخه ملاتړ اعلان کړی وو. هغه لیکلي: زه د ټولو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره چې د اوسنیو مقاماتو [طالبانو] څخه غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول توپیري محدودیتونه له منځه یوسي یوځای کیږم".

د طالبانو حکومت چې د روان۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې یې افغانستان ته د ریچارد بنیټ په سفر بندیز لګولی، د هغه راپور او څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی. دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې طالبان نور د ښاغلي بنیټ په خبرو باور نه کوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي وو: "هغه کوچني مسایل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست". ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ریچارد بنیټ په خبرو طالبان باور نه کوي.

خو ریچارد بنيت د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې په افغانستان کې به د بشري حقونو د سرغړونو او نورو تېروتنو په اړه د مستندو راپورونو ترتیبولو ته دوام ورکړي.

بنیټ ویلي دي چې له طالبانو سره په تعامل کې "شفاف" و او د "وظیفوي د مسئولیت په توګه یې" په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.

ریچارد بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی دی. هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او د کابل سربیره یې ځینو نورو ښارونو څخه هم لیدنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG