د سویس د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د جي-۷ د هیوادونو په ګډون افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې په یوه غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړي دي.
د سویس د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا او پاسیفیک د حوزې لپاره سفیر هینریچ سلینبورګ د دوشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۱۶( لیندۍ ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دې غونډه کې افغانستان کې د ننګونو او فرصتونو د معلومولو اوهغوی څخه د ملاتړ لپاره د ګډو اقداماتو په اړه بحثونه شوي دي.
هغه ویلي: سویس نن په ژنیوا کې د افغانستان په اړه چې په نړۍ کې د یو پیچلي پراخه بشري بحران سره مخ دی د وروستیو تحولاتو او د افغانانو څخه د ملاتړ لپاره د ګډ اقدام په خاطر د فرصتونو د معلومولو پر سر د بحث لپاره د جي ۷ او افغانستان لپاره د ځانګړو استازو یوه غونډه جوړه کړې وه".
د سویس د بهرنیو چارو د وزارت په کوربتوب په ژنیوا کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره ددې جوړې شوې غونډې په اړه تراوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
خو ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا ددې غونډې د ګډونوالو په یو خپور شوي عکس کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر او د افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم لیدل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د توماس ویسټ له دندې د ګوښه کولو وروسته د افغانستان په تړاو د چارو مسوولیت مشري کرن ډیګر ته سپارل شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان میرمنو او نجونواو بشري حقونو لپاره ددغه وزارت ځانګړې استازې رینا امیري او د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا لپاره ددغه وزارت مرستیال مارک پومرشیم به هم د کرن ډیکر سره په دې برخه کې همکاري کوي.
په ژنیوا کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره دا غونډه په اسپانیا کې د افغان میرمنو د وضعیت د ارزولو د غونډې وروسته جوړه شوې ده. د اسپانیا په پایتخت مادرید کې د ډسمبر ۱۳(لیندۍ ۲۳) هم د افغان میرمنو د وضعیت د ارزولو په تړاو په جوړه شوې غونډه کې د شاوخوا ۵۰ افغان میرمنو د ګډون سربیره د ځینو هیوادونو ځانګړو استازو هم ګډون کړی وو.
دغې غوندې ته د اروپايي ټولنې اوهمکارۍ لپاره ددغه اسپانیا د بهرنیوچارو وزیرخوزه مانویل الباریس ویلي چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د پراخه او دوامداره سرغړونو پای ته رسولو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو حساب ورکول اړین دي او په دې برخه کې دا هیواد د یو شمیر هیوادونو له خوا د ترسره شویو اقداماتو ملاتړ کوي.
هغه ویلي: "اسپانیا دا ګڼي چې د نړیوال عدالت ته د طالبانو حساب ورکول په افغانستان کې د پراخه او دوامدارو بشري حقونو پر وړاندې د سرغړونو پای ته رسیدلو لپاره اړین دي. د همدې له امله زمونږ هیواد نورو هیوادونو لکه البانیا، چیلي، فنلینډ لوګزامبورګ او مراکش سره یو ځای کیږي او د حساب ورکولو له نوښت څخه چې د استرالیا، کاناډا، جرمني او د هالنډ د شاهي دولت په دې اړه په رسمي ډول عملي ګامونه پورته کړي او پر افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د هرډول توپیري چلند د مخنیوي د کنوانسیون څخه د سرغړونو د مخنیوي غږ کړی، چې افغانستان له خوا منل شوی او ددغه کنوانسیون د ۲۹ مادې له مخې کیدای شي د یو هیواد پر وړاندې د عدالت په نړیواله دمحکمه کې (ICJ) اقدام وشي".
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغه کنفرانس ګډون کوونکو د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۳ (تلې ۲۲) د البانیا په پایتخت تیرانا کې د افغان میرمنو د جوړې شوې درې ورځیني غونډې د پریکړه لیک په عملي کیدو باندې موافقه کړې ده .
د تیرانا په غونډه کې په شویو موافقو کې د افغانستان په تړاو په ټولو سیاسي جریانونو کې په معنی دار ډول د افغان میرمنو ګډون؛ د ښځو په مشرۍ د نوښتونو څخه ملاتړ، د دوحې د بهیر سره موازې د غونډو او ډیالوګ په لاره اچول؛ او په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونو په وړاندې په نړیوال عدالت کې د حساب ورکولو ژمنې شاملې وې
د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې اسپانیا د چیلي، کوسټوریکا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو سره یو ځای په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري وضعیت په لا خرابیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې وه او د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC)د څارنوال دفتر کریم خان ته یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په تړاو د پلټنو لپاره یوه دوسیه سپارلې وه.
د هالنډ د هاګ په ښار کې د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال دفتر نومبر۲۹ (لیندۍ نهم) په یوه اعلامیه کې د ټولو هغو کسانو څخه چې په دغو پلټنو کې یې دغې محکمې سره مرسته کړې مننه کړې ده
طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د ښځو او نجونو پر حقونو یې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي. طالبانو ۱۱۸۰شاوخوا ورځې کیږي چې په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو په پورته ښوونځیو کې نجونې له زده کړو منع کړي او هم شاوخوا ۷۲۰ ورځې کیږي چې طالبانو د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو دروازې د ښځو او نجونو پرمخ تړلي دي.
همداشان طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې هم له کار څخه منع کړي او په عام ژوند کې یې پر ښځو او نجونو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي.
ملګرو ملتونو د طالبانو دا کړنې د جنسیت پر بنسټ تبعیض ته ورته بللې او د طالبانو څخه یې ددغو اقداماتو د پای ته رسیدو غوښتنې کړي دي. خو د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱) په افغانستان کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کولو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا پراخه کړل او د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپل حکومت ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړه.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د طالبانو څخه ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنې کړي، خو طالبانو حکومت نه یوازې دا قانون د بیرته غور پریکړه نه ده کړې، بلکې تازه یې افغان میرمنې او نجونې په افغاسنتان کې افغان میرمنې او نجونې په طبي انسیتیوتونو کې له زده کړو هم منع کړي دي. طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونه ته پابند دي او په دغه هیواد د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.
فورم \ دبحث خونه