د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي، توماس نیکلاسن دوشنبه ډسمبر ۱۶ مه ( لیندۍ ۲۶) کابل ته د خپل پنځه ورځني سفر په پای کې ویلي چې د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو په پخواني وزیر، خلیل الرحمان حقاني باندې ځانمرګي برید له کبله یې ټکان خوړلی او دا برید یې غندلی دی.
خلیل الرحمان حقاني چهارشنبې د ورځې ماسپښین مهال د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په انګړ کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په دې چاودنه کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې ادعا کړې چې برید هغوي کړی.
نیکلاسن پدې اعلامیې کې ویلي، " غواړم د زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړم او د ټپي شویو کسانو لپاره د بشپړې روغتیا غوښتنه کوم".
د اروپایي اتحادیې دې جګپوړي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د سفر پر مهال یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا، د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو استازو سره کتلي دي. په اعلامیې کې همدارنګه راغلي چې پدې سفر کې یې د طالبانو د رئیس الوزرا، د بهرینو چارو وزارت سرپرست، مدني ټولنې استازو، میرمنو او غیر حکومتي ادارو د استازو سره کتلي دي.
ښاغلي نیکلاسن ویلي د اکثریت افغانانو سره یې چې کتلي، د امنیت په هکله اندیښنو ورته لومړیتوب نه درلود خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د ګاونډیو هیوادونو استازو د هغو امنیتي تهدیداتو په هکله جدي اندیښنې څرګندې کړي چې سرچینه یې په افغانستان کې ده – په ځانګړې توګه د ترهګرو ډلو فعالیتونو په هکله چې په سرحدي سیمو کې فعالیت لري.
هغه همدارنګه وویل چې د طالب چارواکو، غیر حکومتي سازمانانو استازو، خصوصي سکټور، ملګرو ملتونو او د میرمنو حقونو فعالینو سره په ملاقات کې یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عني المنکر وزارت هغه قانون په هکله جدي اندیښنه څرګنده کړه چې د اګست په میاشت کې یې صادر کړ.
د طالبانو عدلیې وزارت د اګست میاشتې په ۲۱ مې په یوې اعلامیې کې وویل چې ددې ډلې مشر، هبت الله آخندزاده د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون توشیح کړی او په ټول هیواد کې د تطبیق وړ دی.
ښاغلي نیکلاسن ویلي چې اکثریت افغانانو د دې قانون په هکله اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا قانون د شرکتونو او سازمانانو کارونه پیچلې کوي او په ځانګړې توګه کار، ژوند کولو، روغتیایي خدماتو ته د میرمنو لاسرسی اغیزمنوي.
نیکلاسن همدارنګه ویلي چې د طالبانو د رئیس الوزار د مرستیال، مولوي کبیر سره په ملاقات کې د هغه شفاهي امر په هکله جدي اندیښه ښودلې چې په افغانستان کې یې په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د میرمنو په تعلیم بندیز لګولی.
هغه ویلي چې په ملاقاتونو کې هیڅ طالب چارواکي ددې امر وضاحت ورنشو کړی.
د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي ویلي چې لا هم په افغانستان کې د روان بشري، اقتصادي، بشري حقونو او اقتصادي وضعیت او دا چې د طالبانو د فرمانانونو له کبله دا هیواد کوم لوري ته روان دی، په جدي توګه اندیښمن دی.
فورم \ دبحث خونه