د لاس رسي وړ اتصالات

خلیل الرحمان حقاني په کابل کې په یوه چاودنه کې ووژل شو


د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني

د طالبانو حکومت ددې ډلې د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د سرپرست خلیل الرحمان حقاني د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۱) له غرمې وروسته د "خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې" وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې د حقاني وژنه "لویه ضایعه" ګڼل شوې او ویل شوي چې "دسیسه جوړونکي" نشي کولای "په دې ډول بزدلانه عمل" د طالبانو د حکومت پر وړاندې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې چاودنه نن ماسپښین مهال د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت دننه شوې ده. ددغې سرچینې د معلوماتو پراساس په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ددې خبر له خپریدو لږ وروسته او دمخه تر دې چې د طالبانو حکومت یې تائید کړي د خلیل الرحمان حقاني وراره انس حقاني د رویترز اژانس ته د هغه مړینه تائید کړې ده.

طالبان په عمومي توګه د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت (داعش) ته کاروي، خو تر اوسه داعش ډلې ددې پیښې مسولیت ندی منلی.

خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني کاکا وو. هغه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوې و. تراوسه ددې پیښې په اړه ډیر معلومات رسنیو سره نه دي شریک شوي.

همداشان تراوسه کومې ډلې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني باندې د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ددې پیښې په اړوند د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په لومړني غبرګون کې ویلي: "موږ د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني پر مړینه او نن په کابل کې د افغانستان د کډوالو چارو په وزارت کې د یو تروریستي برید په پایله کې د ځاني زیانونو له امله په ژوره توګه خواشیني یو او د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو. "

دا په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغې ډلې تر ټولو لوړپوری چارواکی دی چې په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د طالبانو د بلخ ولایت د والي په ګډون څو تنو لوړو پوړو چارواکو په امنیتي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خلیل‌الرحمان حقاني، د حقاني شبکې د بنسټ ایښونکي جلال‌الدین حقاني ورور دی، هغه ډله چې د متحده ایالاتو له لورې د ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعام پروګرام د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې خلیل الرحمن حقاني د نړیوال ترهګر په توګه وپېژند او د هغه پر سر یې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې انعام ټاکلی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG