د هند د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) وویل یو هندی تبعه چې د روسیې پوځ ګومارلی و، وژل شوی او یو بل ژوبل شوی او د مسکو په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د وزارت په یو بیان کې ویل شوي چې د هند د صدراعظم نریندرا مودي حکومت په هند کې د روسیې له سفارت او په مسکو کې له روسي مقاماتو سره دا مسئله "جدي څېړلې" او ورڅخه یې غوښتي چې د روسیې په پوځ کې شامل شوي هندیان ژر تر ژره ستانه کړل شي.
په بیان کې ویل شوي: "موږ له روسي مقاماتو سره هند ته د وژل شوي کس د جسد د لیږدولو په برخه کې کار کوو. موږ همدارنګه غوښتنه کړې ده چې ژوبل شوی هندی هم ژر تر ژره رخصت او هند ته ستون کړل شي."
هندي پولیسو د مۍ په میاشت کې څلور ته د انساني قاچاق کوونکو ډلو سره د تړاو په شک په دې تور ونیول چې ځوان هندیان یې د دندې ترلاسه کولو او یا په پوهنتونو کې د شمولیت په چل روسیې ته لیږدول او هغوی بیا وروسته په اوکراین کې د جګړې لپاره استخدام کېدل.
تېر کال هم د یو شمېر هندیانو د وژل کېدو د خبر له خپرېدو وروسته، نوي ډیلي له مسکو څخه وغوښټل چې په خپل پوځ کې د هندي اتباعو د ګومارلو بندول تضمین کړي او پر خپلو خلکو یې غږ وکړ چې په روسیه کې د کار موندنې پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په سپتمبر کې وویل چې د روسیې له پوځ څخه ۴۵ هندیان ایستل شوي او د ۵۰ نورو د ایستلو لپاره کار روان دي.
فورم \ دبحث خونه