د لاس رسي وړ اتصالات

په زرګونو روسان عسکري خدمت د جلب کیدو په خاطر له هیواد نه تښتي


وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تیره اوونۍ وویل پلان لري سلګونه زره ملکیان په پوځ کې شامل کړي، زرګونو روسانو خپل هیواد پریښی او نورو هیوادونو ته کډه شوي.

ښاغلی پوتین پداسې حال کې په پوځ کې د ملکیانو ځای پر ځای کولو خبره کوي چې تازه د دې هیواد سرتیرو په اوکراین کې په جګړې کې د پام وړ ماته خوړلې او ډیر شمیر یې وژل شویدي.

د آزادې اروپا راډیو داسې انځورونه تر لاسه کړي چې د روسیې او ګرجستان تر منځ د موټرو او لاریو اوږده قطارونه چې هغه روسان پکې سپاره دي چې عسکرۍ ته جلب کیدی شي، ناست دي او غواړي چې هیواد پریږدي.

د ایوان په نامه یو روسي ویلي چې د سرحد څخه اخیستو تقریباً ۱۲ ساعته وخت ونیوه.

هغه وایي چې په لومړي سر کې په سرحد کې ډیر موټر ولاړ و او له همدې کبله ډیر شمیر خلک په سرحد کې بند پاتې و خو د شپې پر مهال خلکو وکړی شو چې ګرجستان ته واوړي.

د قزاقستان او منګولیا سره په سرحد کې هم د ګڼ شمیر خلکو راپورونه ورکړل شوي چې دې هیوادونو ته اوښتي دي.

په عین حال په فنلنډ کې سرحدي ساتونکو ویلي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د هغو روسانو شمیر چې هیواد پریږدي او دې هیواد ته یې تللي، دوه چنده ډیر شوی.

ها خوا بیا جرمني ویلي هغو روسانو ته چې په پوځ کې د جلب کیدو څخه تښتي او دې هیواد ته ورځي، قضیو ته یې په کتو پناه به ورته ورکړل شي.

د دې هیواد د کورنیو چارو وزیرې ننسي فایزر هغوي چې د عسکرۍ څخه تښتي او د جدي عواقبو د ګواښ سره مخ دي کولی شي د قانون له مخې په جرمني کې د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړي.

میرمن فایزر د جرمني یوې ورځپاڼې سره په مرکې کې وویل، " هر هغه څوک چې په زړه ورتیا سره د پوتین د رژیم مخالفت کوي او له همدې کبله د خطر سره مخ کیږي، کولی شي چې د سیاسي تعقیب کیدو پر اساس د پناه غوښتنه وکړي."

همدرانګه د فنلنډ په ګډون یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو په ځانګړي توګه هغوي چې د روسیې سره په ګاونډ کې پراته دي، دغه روسان یې خپلو هیوادونو ته ندې پریښي.

په مسکو کې چارواکو د سپتمبر ۲۲ د اوکراین سره د جګړې لپاره د جبري عسکرۍ یا سفر برۍ بهیر پیل کړ.

روسي چارواکي وايي چې زرګونه روسان په رضاکاره ډول دغه عسکري خدمت ته چمتو شوي دي. خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړی چې په روسیې کې زرګونو کسانو ته د عسکري خدمت جلبونه استول شوي چې یو شمېر یې پوځي زده کړو ته معرفي شوي دي.

د دغه راپور په اساس د روسیې په لېرو پرتو سیمو کې میندو او میرمنو د خپلو نارینوو سره د مخه ښې په وخت کې اوښکې تویولې. واشنګټن پوست وايي په ځینو برخو کې ښوونکو ته هم عسکري خدمت ته د جلب لیکونه استول شوي دي.

د روسیې پوځ وايي د عسکري خدمت له اعلان وروسته په ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۱۰زره کسان خدمت ته اماده شوي، خو راپورونه وايي ځینې نور له روسیې څخه وتلي چې دې جګړې ته وانه استول شي.

XS
SM
MD
LG