د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د پراخه او دوامداره سرغړونو پای ته رسولو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو حساب ورکول اړین دي او په دې برخه کې د یو شمیر هیوادونو له خوا د ترسره شویو اقداماتو ملاتړ کوي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د جمعې د ورځې ناوخته ډسمبر ۱۳(لیندۍ ۲۳) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې او همکارۍ لپاره ددغه هیواد د بهرنیوچارو وزیرخوزه مانویل الباریس په مادرید کې د افغان میرمنو د استازو په ګډون ددغه وزارت له خوا جوړ شوي یو کنفرانس ته ویلي چې هیواد یې د افغان میرمنو او نجونو حقونو خوندیتوب او ورڅخه ملاتړاو په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونکو د معافیت له منځه وړلواو د ترسره شویو جنایتونو پر وړاندې حساب ورکونې ته ژمن دی.
هغه ویلي: "اسپانیا دا ګڼي چې د نړیوال عدالت ته د طالبانو حساب ورکول په افغانستان کې د پراخه او دوامدارو بشري حقونو پر وړاندې د سرغړونو پای ته رسیدلو لپاره اړین دي. د همدې له امله زمونږ هیواد نورو هیوادونو لکه البانیا، چیلي، فنلینډ لوګزامبورګ او مراکش سره یو ځای کیږي او د حساب ورکولو له نوښت څخه چې د استرالیا، کاناډا، جرمني او د هالنډ د شاهي دولت په دې اړه په رسمي ډول عملي ګامونه پورته کړي او پر افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د هرډول توپیري چلند د مخنیوي د کنوانسیون څخه د سرغړونو د مخنیوي غږ کړی، چې افغانستان له خوا منل شوی او ددغه کنوانسیون د ۲۹ مادې له مخې کیدای شي د یو هیواد پر وړاندې د عدالت په نړیواله دمحکمه کې (ICJ) اقدام وشي".
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې ویلي چې په دې یو ورځیني کنفرانس کې چې دغه وزارت د ښځو د حقونو د نړیوالو سازمانو سره په ګډه یې بندوبست کړی و، د افغان میرمنو په استازیتوب په بهر کې میشتو ۵۰ افغان میرمنو ګډون کړی و. ددې ترڅنګ افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو، د ملګرو ملتونو ادارو او د ښځو او بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو استازو هم د جمعې د ورځې په دغه کنفرانس کې برخه اخیستې وه.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې ویلي چې ددغه کنفرانس ګډون کوونکو د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۳ (تلې ۲۲) د البانیا په پایتخت تیرانا کې د افغان میرمنو د جوړې شوې درې ورځیني غونډې د پریکړه لیک په عملي کیدو باندې موافقه وکړه .
د تیرانا په غونډه کې په شویو موافقو کې د افغانستان په تړاو په ټولو سیاسي جریانونو کې په معنی دار ډول د افغان میرمنو ګډون؛ د ښځو په مشرۍ د نوښتونو څخه ملاتړ، د دوحې د بهیر سره موازې د غونډو او ډیالوګ په لاره اچول؛ او په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونو په وړاندې په نړیوال عدالت کې د حساب ورکولو ژمنې شاملې وې.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۲ کال کې "مونږ واورئ" تر عنوان لاندې د افغانستان څخه بهر د افغان میرمنو د ملاتړ لپاره یو نوښت پیل کړی دی. ددغه نوښت هدف په بهر کې د میشتو افغان میرمنو له خوا په افغانستان کې د ترسره کیدونکو بشري حقونو د سرغړونو په تړاو په خوندي ډول د طالبانو کړنې راسپړل او افشا کول ښودل شوي دي.
د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې اسپانیا د چیلي، کوسټوریکا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو سره یو ځای په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري وضعیت په لا خرابیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې وه او د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC)د څارنوال دفتر کریم خان ته یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په تړاو یې د پلټنو لپاره یوه دوسیه سپارلې وه.
د هالنډ د هاګ په ښار کې د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال دفتر نومبر۲۹ (لیندۍ نهم) په یوه اعلامیه کې د ټولو هغو کسانو څخه چې په دغو پلټنو کې یې دغې محکمې سره مرسته کړې مننه کړې ده.
کریم خان ویلي: "زه دا رپورت ورکولی شم، چې د افغانستان په وضعیت کې د جنسیت پر بنسټ د ځورونو د تورونو په پلټنو کې له وړاندې ډیر زیات د پام وړ پرمختګ شوی او زه ډاډه یم چې ډیر ژر به وکولای شم چې کوټلې پایلې اعلان کړم".
څارنوال کریم خان ویلي چې دفتر یې ددغې دوسیې ترلاسه کول تائیدوي او زیاته کړې ده چې دا دفتر د افغانستان د وضعیت په اړه په فعال ډول خپلو پلټنو ترسره کولو ته دوام ورکړی، چې له وړاندې د شپږو هیوادونو په غوښتنلیک کې شامل ادعا شوي جنایت په کې شامل دي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال کریم خان په دغه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲۰ د هغه دفتر د ۲۰۰۳ کال د مې د میاشتې د لومړۍ ورځې راهیسې د افغانستان په حدودو کې د ادعا شویو جنایتونو ترڅنګ ددغه هیواد په جګړه کې د نورو اړوند ادعا شویو جنایتونو چې د ۲۰۰۲ کال د جولای له اول څخه ترسره شوي د پلټنې غوښتنه کړې وه
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د ۲۰۲۰ کال د مارچ په پنځمه د محکمې د مرافعه څارنوالۍ خونې د رایو په اتفاق زما دفتر ته ددې واک وسپاره چې پلټنې پیل کړي".
همداشان په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۱ د جرمنو د نړیوالې محکمې د څارنوال دفتر ته د محکمې دمخه د دوېیمې خونې له خوا په افغانستان کې د پلټنو د بیرته پیلیدو واک ورکړ شو.
په دې اعلامیه کې ویل شوي :"تر دا مهاله زما دفتر د افغانستان د وضعیت په تړاو په یوخپلواک، بیطرفانه او قوي ډول پلټنو ته دوام ورکړی دی چې په کې د جنسیت پر بنسټ د ښځو او نجونو د سیستماتیکي ځورونې په ګډون ټولې ادعاوې شاملې دي
د طالبانو حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال دفتر دغې اعلامیې ته لا غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د ښځو او نجونو پر حقونو یې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي. طالبانو ۱۱۷۰ ورځې کیږي چې په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو په پورته ښوونځیو کې نجونې له زده کړو منع کړي او هم ۷۱۰ ورځې کیږي چې طالبانو د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو دروازې د ښځو او نجونو پرمخ تړلي دي.
همداشان طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې هم له کار څخه منع کړي او په عام ژوند کې یې پر ښځو او نجونو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي.
ملګرو ملتونو د طالبانو دا کړنې د جنسیت پر بنسټ تبعیض ته ورته بللې او د طالبانو څخه یې ددغو اقداماتو د پای ته رسیدو غوښتنې کړي دي. خو د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱) په افغانستان کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کولو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا پراخه کړل او د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپل حکومت ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړه.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د طالبانو څخه ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنې کړي، خو طالبانو حکومت ویلي چې دا قانون به په ټول افغانستان کې په تدریجي ډول پلی شي.
فورم \ دبحث خونه