د لاس رسي وړ اتصالات

رینا امیري: د طالبانو ځپوونکي پالیسۍ د باثباته او سوله ییزافغانستان مخه نیسي


رینا امیري ویلي چې په افغانستان کې بحران د هوارولو د هڅو پر مهال باید چې بشري حقونو اړوند مسلې ددغو هڅو په منځ کې ځای ولري.
رینا امیري ویلي چې په افغانستان کې بحران د هوارولو د هڅو پر مهال باید چې بشري حقونو اړوند مسلې ددغو هڅو په منځ کې ځای ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره ددغه هیواد سفارت په جلا پیغامونو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو پر وړاندې د دغې ډلې ځپوونکو پالیسو د اغیزو یادونه کړې او ویلي دي چې دا ډول کړنې د یو باثباته او سوله ییز افغانستان د رامنځ ته کیدو مخه نیسي.

د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري د سه شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر لسم (لیندۍ ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې د بحران د هوارولو د هڅو پر مهال باید چې بشري حقونو اړوند مسلې ددغو هڅو په منځ کې ځای ولري.

میرمن امیري ویلي چې په افغانستان کې په تیرو څه باندې څلورو لسیزو کې میلیونونه افغانان د جګړو او د بشري حقونو د سرغړونو څخه کړیدلي دي.

میرمن امیري ویلي: "د طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ښځو او نجونو د ځورونې اود قومي او مذهبي ډلو، خبریالانو او بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه ګټې اخیستنې د پالیسو په شدت سره دوام د افغانانو کړاونه نور هم زیات کړي او د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان د رامنځ ته کیدو امکاناتو مخه یې نیولې ده".

میرمن امیري دا څرګندونې د ډسمبر لسمې ورځې په مناسبت چې په نړۍ کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي کړي دي.

د میرمن امیري سربیره افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت چې د قطر د پایتخت دوحه کې فعالت کوي هم ددغې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې امریکا افغانانو سره زده کړو ته د لاسرسي، د فرصتونو برابرۍ، او عدالت په مبارزه کې یوځای ولاړه ده.

دغه سفارت د ایکس په پاڼه لیکلي: "اوس له بل هر وخت څخه ډیره اړینه ده چې د ټولو افغانانو لپاره د بنسټیزو حقوقو څخه ملاتړ وشي، په ځانګړي توګه د ښځو، نجونو او له محرومو ټولنو[څخه]".

همداشان افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې د خپلو حقونو څخه د افغانانو انعطاف وړ مبارزې او جرات درناوی کړی دی او ویلي دي چې افغانان د جنسیت پر بنسټ د ځورونې، مدني فضا د تنګیدو، شکنجې او څنډې ته شویو ټولنو سره ناسم چلند، بشري ناورینونو او نورو [ناسمو اقداماتو] پر وړاندې دریدلي دي. هغه ویلي: " راځئ چې ټول هغوی سره ودریږو".

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د په دغه هیواد کې د حاکمو چارواکو [طالبانو] څخه غوښتي چې د ښځو او نارینه وو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې لپاره د کلیدي عنصر په توګه د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه او ژمني ومني.

د یوناما د سه شنبې په ورځ ډسمبر لسم (لیندۍ ۲۰په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې له قوله ویلي دي چې په افغانستان اوسنی وضعیت برعکس روان دی او "د امنیت له ښه والي او جګړې له کموالي سره سره، د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول له منځه تلو سره مخ دی، چې ښځې او نجونې یې زیان ګالي".

یوناما په دغه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د بشري حقونو ریکارډ په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی سیستماتیک تبعیض په ګوته کوي، چې د زده کړو او کار په ګډون د ورځني او عامه ژوند له ډیرو حقونو څخه بې برخې شوې دي.

اوتبیایوا ویلي: "له واک سره مسولیت مل وي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو مشروع استازي په توګه د حاکمو چارواکو [طالبانو] ادعا باید د ګډو ارزښتونو او معیارونو د ساتلو او پرمختګ لپاره له رښتینو هڅو سره یوځای وي."

د بشري حقونو اعلامیه د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په ۱۰ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له خوا تصویب شوه، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د یوه غړي په توګه ددغه تصویب ملاتړ وکړ.

طالبانو چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیاو واک ترلاسه کړی تراوسه د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا یې حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

همداشان د څه باندې دریو کلنو په تیریدو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ لا هم د پخواني جمهوري رژیم له خوا د ګمارل شوي دپلوماتانو له خوا اداره کیږيظږ

د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کیږي چې د طالبانو حکومت تازه د افغانستان په طبي انسیتیوتونو کې ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز پریکړه کړې ده.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د داګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته نه یوازې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، بلکې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړیوال بنسټونه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه په پرله پسې ډول محدود شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونو ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته پر افغان میرمنو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه نه یوازې چې زیات شوي، بلکې ددغه قانون د نافذیدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو باندې ددغې ډلې د تیرو دریو کلنو ټولو محدودیتونو ته قانوني بڼه هم ورکړل شوې ده.

دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن النمکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي له مخې یې هغوی دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG