سپینې ماڼۍ سه شنبه جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵)ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن د کیوبا نوم د ترهګرۍ سره د ملاتړ کوونکو هیوادونو د لیست څخه پداسې حال کې باسي چې په واک کې د پاتې کیدو یې یوازې یوه اوونۍ پاتې.
دا پریکړه د کیوبا سره د یوې معاملې پر اساس کیږي چې له مخې به یې دا کمونیستي هیواد سلګونه بندي مظاهره چیان خوشې کړي.
د کیوبا حکومت د امریکا تر پریکړې وروسته اعلان وکړ چې ۵۵۳ بندیان به خوشې کړي.
د بایډن د حکومت یو لوړ پوړي چارواکي د دې پریکړې په هکله وویل، " یوه ارزیابي بشپړه شوه او مونږ داسې معلومات نلرو چې د دې ملاتړ وکړي چې کیوبا د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هیواد وټاکو".
د کیوبا حکومت د متحده ایالاتو د پریکړې ستاینه کړې په "سم لوري" یې یو ګام بللی خو تر څنګ یې پدې هم انتقاد کړی چې واشنګټن پدې هیواد د ۱۹۶۲ میلادي کال راهیسې بندیزونه لګولي و.
د کیوبا چارواکي وایي د تیرو څه باندې شپږو لسیزو راهیسې چې د امریکا د بندیزو لاندې و، دا هیواد تر ټولو ناوړو اقتصادي ستونزو سره مخ شو او ولس یې د برښنا، درملو، خوراکي او سون موادو د کمښت سره مخ شول.
د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې یوه اوونۍ وروسته به د دویم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته ستون شي، ښایي دا پریکړه بدله کړي ځکه چې د واک په لومړۍ دورې کې یې هم پدې لست کې د کیوبا نوم وراضافه کړی و.
د کیوبا جمهور رئیس میګول دیاز-کانیل پدې هیواد باندې د متحده ایالاتو بندیزونه "نسل وژنه" وبلله او زیاته یې کړه چې د ټرمپ بیا انتخاب کیدو له کبله دا هیواد لا "ډیرو سختو" شرایطو ته تیار دی خو زیاته یې کړه چې هیواد یې خبرو اترو ته چمتو دی.
پخپله ټرمپ لا پدې هکله تبصره نده کړې خو پخپل نوي حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت لپاره یې سناتور مارکو روبیو ټاکلی چې په خټه د کیوبا دی او د کمونیزم یو سر سخت منتقد دی.
د متحده ایالاتو د سنا مجلس یو بل په خټه کیوبایي غړي ، ټیډ کروز هم د بایډن د حکومت په پریکړې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د امریکا ملي امنیت ته به زیان ورسوي.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۶ د مارچ په ۲۰ د کانګرس له شاوخوا ۳۹ غړو سره یو ځای کیوبا ته سفر وکړ. تر ښاغلي اوباما مخکې د امریکا بل ولسشمر کلفین کولیج شاوخوا ۹۰ مخکې کیوبا ته سفر کړی و.
کیوبا ته د بارک اوباما له سفر وروسته، له څو لسیزو ترینګلو روابطو وروسته، امریکا په کیوبا کې خپلې کونسلي چارې پرانیستلې. خو په ۲۰۱۷ کې د امریکا د سفارت د ځینو دپلوماتانو له مرموزې ناروغۍ وروسته واشنګټن د کیوبا په مرکز هاوانا کې خپلې کونسلي چارې وځنډولې.
فورم \ دبحث خونه