اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په طبي انستیتیوتونو کې په نجونو د زده کړو بندیز په کلکه غندلی او دا یې د ښځو د زده کړو پر حق "ناموجه برید" او د بشري حقونو څخه "جدي سرغړونه" بللې ده.
د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې سر د سه شنبې د ورځې، دسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳مه) په طبي انستیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.
بلخوا، طالب چارواکو تر اوسه د دې پرېکړې چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، ملا هبتالله آخندزاده په امر شوې، پخلی نه دی کړی.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په طبي انستیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو دا بندیز په داسې حال کې لګولی چې د طبي انستیتیوتونو د چارواکو د معلوماتو له مخې په اکثرو دغو انستیتیوتونو کې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د نجونو د وروستي سمستر ازموینې پیلیدلې.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴ د یوې پریکړې له مخې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز وضع کړ.
دغه دلې همدارنګه له دې وړاندې، د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی چې د ۱۱۷۴ ورځو په تیریدو لا هم ښوونځي د نجونو پرمخ همداسې تړلي پاتې شوي دي.
اروپايي ټولنې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو د دې پرېکړې په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې دا پرېکړه نه یوازې په افغانستان کې بشري بحران ژوروي، بلکې د خلکو کړاوونه نور هم زیاتوي. اروپايي ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې، مارګریت هریس، ویلي چې د ملګرو ملتونو مسؤلین هڅه کوي په افغانستان کې د دې ادعا د تائید په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.
هغې زیاته کړه: "دا اقدام د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د رسمي زده کړو د دوام او غوښتنې په اړه جدي اندېښنې راولاړوي. داسې پریکړې ډېر پراخې پایلې لرلای شي او په افغانستان کې د مسلکي او روزل شویو ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون او د روغتیايي خدماتو بهیر اغېزمنولی شي. "
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي خبرداری ورکړی، چې که دا بندیز دایمي شي، افغانستان به نه یوازې له ښځینه روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي، بلکې دا حالت به په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، چې مخکې هم د روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرایوان وې، د میندو او ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دې اړه په راپورونو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې له رسمي چینلونو د دغه راپور تائید ته دوام ورکوي او تر اوسه یې رسمي تائید نه دی ترلاسه کړی.
یوناما ویلي دي چې که دا ډول پریکړه شوي وي، نو دا به "ښوونې او روزنې ته د ښځو او نجونو په حقونو او روغتیایی خدماتو او روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې ډیر محدودیتونه رامینځته کړي" او د افغان ولس د روغتیا په سیسټم او هوساینې به "ناوړه اغیزه" ولري.
یوه ۲۲ کلنه افغانه محصله چې د طالبانو د بندیزونو پر مهال د حقوقو په برخه کې د زده کړو پر مهال له پوهنتونه بې برخې شوې او وروسته یې د قابلګۍ زده کړې پیل کړې، ددې پریکړې په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: "ډېر مې وژړل، ځکه یوازې همدا یوه لاره زموږ د زده کړو لپاره پاتې وه او هغه هم وتړل شوه. ډېره ګرانه ده، چې د زده کړو لپاره ډېرې هیلې ولرئ، خو هغه هیلې مو له منځه ولاړ شي. دا دویم ځل دی چې له دې وضعیت سره مخ کېږم. "
یوې بلې افغانې د اسوشېټیډ پرس خبري آژانس ته ویلي، چې د افغانستان د هوايي ځواک د پیلوټۍ هیله یې درلوده، خو پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته خپل دغه ارمان یې بایلود او د قابلګۍ زده کړو ته یې مخه کړه. هغې وویل چې په طبي انستیتیونو کې د نجونو پرزده کړو له بندیز سره یې "د ژوند تر ټولو سختې شېبې" تجربه کړې.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د نوی اقدام د ښځو او نجونو پر وړاندې ددغې ډلې د جنسیت پر بنسټ د "سیستماتیکو بریدونو" یوه برخه ګڼلې ده.
دغه سازمان ویلي: "د زده کړو حق د بشر یو اساسي حق دی چې طالبان د یو سخت سیاست له مخې یو د بل پسې په څرګند ډول هغې څخه سرغړونه کوي".
په دې اعلامیه کې وړاندې ویل شوي: "دا اقدام نه یوازې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو په برخه کې وروستی مسیر تړي، بلکې په دغه هیواد کې چې په نړۍ کې یو ترټولو د میندو د مړینې لوړه کچه لري هم د ښځو او نجونو د روغتیا په برخه کې به ویجاړونکي پایلې ولري".
د ملګرو ملتونو د شمیرونو له مخې افغانستان د امیدوارو میندو د مړینې له پلوه په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه لري چې په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې د زیږون پر مهال ۶۳۸ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو پر وړاندې دې خپل ټول هغه فرمانونه چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي، لغوه کړي.
د دې خبر په چمتو کولو کې د اسوشېټیډ پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.
فورم \ دبحث خونه