د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په واکمنۍ کې د مدرسو شمېر څلور چنده زیات شوی


له ښوونځیو محرومو شویو یو شمېر افغانو نجونو مدرسو ته مخه کړې ده.
له ښوونځیو محرومو شویو یو شمېر افغانو نجونو مدرسو ته مخه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د مدرسو شمېر څلور چنده زیات شوی او کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې دا کیدای شي سختدریځي زیاته کړي او افغان ځوانانو په ځانګړي ډول نجونو ته فرصتونه محدود کړي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت مرستیال کرامت الله اخندزاده د سپتمبر په میاشت کې په یوې خبري غونډې کې وویل: "په تېر کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي دي."

په افغانستان کې د راجستر شویو مدرسو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی چې سږ کال په دغو مدرسو کې د شاملو زده کړه کوونکو شمیر ۳.۶ میلیونو ته رسیدلی دی.

دا وضعیت د افغانستان په تعلیمي ډګر کې بدلون ښيي چیرې چې د مدرسو شمېر د ښوونځیو له شمېر څخه اوښتی دی. په افغانستان کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو مجموعي شمېر د ۱۸۰۰۰ په شاوخوا کې ښودل شوی دی.

د پیټسبرګ په پوهنتون کې د حکومتولۍ او بازارونو د بنسټ مشرې جینیفر بریک مرتضاشویلي امریکا غږ ته وویل چې د مدرسو په شمیر کې زیاتوالی د طالبانو لخوا د کنترول د پراخولو هڅه ده.

مرتضیشویلي وویل: "دا مهمه ده چې سیمه ییزې حکومتولۍ په پام سره مدرسو ته وکتل شي. د جمهوري پر مهال، په کلیو کې رسمي حکومتولي نه وه، خو طالبانو دغه وضعیت بدل کړی او مذهبي مشران په محلي کچه واکمن دي."

په طالبانو کې تازه استخدام شوي د کندهار د جوادیه مدرسې فارغین - فبروري ۲۰۲۲
په طالبانو کې تازه استخدام شوي د کندهار د جوادیه مدرسې فارغین - فبروري ۲۰۲۲

په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو وړاندې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰۰ مدرسې راجستر وې.

له بیاواکمن کېدو وروسته طالبانو وپتېیله چې د افغانستان په تعلیمي نظام کې بدلون راولي. د طالبانو چارواکو او ددغې ډلې په حکومت کې د ښوونې او روزنې وزارت ویلي چې د ښوونځیو په نصاب کې "د بدلونونو او اصلاحاتو" لپاره یې اقدامات کړي دي.

له طالبانو وړاندې په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه زده کوونکي وو چې ۳۹ سلنه یې نجونې وې.

طالبانو له بیاواکمن کېدو سره د نجونو پر متوسطه او ثانوي زده کړو بندیز ولګاوه او په دې توګه افغانستان د نړۍ یوازنی هېواد شو چې نجونې پکې ثانوي ښوونځیو ته د تګ اجازه نلري.

د طالبانو ددغه بندیز له کبله شاوخوا ۱.۵ میلیون نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.

مرتضیشویلي د نجونو پر ښوونځیو بندیز د سختدریځۍ واضح نښه بولي.

هغه وايي: "له نجونو څخه د زده کړې د حق په اخیستلو سره، دوی د هېواد راتلونکی لوټي... تاسو به په راتلونکې کې ښځينه نرسانې او ډاکټرانې ونلرۍ او د مړينې د کچې زياتوالی به وګورئ."

یوې افغانه چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي، امریکا غږ ته ویلي چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو لخوا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لګېدو پر وخت په یوولسم ټولګي کې وه.

هغې وويل، د خپلو زده کړو د دوام لپاره یې د هرات ښار په يوې مدرسې کې نوم ليکنه وکړه، خو "زړه ماتې" شوه.

هغې وويل: "په لومړي سر کې، ما فکر کاوه چې زه کولی شم زده کړه وکړم او له خپلو ملګرو سره بیا یوځای شم. خو دا د دماغ مینځلو په څیر احساس و." هغې زیاته کړه چې په مدرسه کې "هغوی موږ ته ویل چې زده کړه زموږ لپاره نه ده. موږ باید د کور ښه میرمنې شو او د راتلونکي لپاره اسلامي مشران وزېږوو."

دا افغانه وايي، "د محدود چاپیریال څخه د ناخوښۍ" له کبله یې درې میاشتې وروسته مدرسه پرېښوده.

په کابل کې یوه مدرسه
په کابل کې یوه مدرسه

په مصر کې د افغانستان پخوانی سفیر او د اسلام او افغانستان په اړه د ډېرو کتابونو لیکوال، محمد محق امریکا غږ ته وویل، طالبان د دې مدرسو له لارې له اسلام څخه خپل سخت تفسیر پلی کوي.

محق وویل: "د دوی هدف دا دی چې خلک د ځان په اړه له فکر کولو څخه ډډه وکړي او د اسلام هغه سخت تفسیر پلی کړي چې د دوی د سیاسي اجنډا سره سمون لري."

مدرسو د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې واک ته د طالبانو په رسېدو کې مهم رول درلود او ډیری طالبان په ګاونډي پاکستان کې له مدرسو فارغ شوي وو.

د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې طالبانو پلان اعلان کړ چې د افغانستان په هره ولسوالۍ کې له دریو څخه تر لسو پورې نوې مدرسې پرانیزي.

د هغه وخت د پوهنې وزیر، نورالله منیر وویل: "دیني علوم باید په ټوله افغاني ټولنه کې تدریس شي." او ددې لپاره یې له افغان ښوونکو وغوښتل چې په خپلو زده کوونکو کې "اسلامي عقیدې" ته وده ورکړي.

د پاکستان په لاهور ښار کې د ښوونې او روزنې د پوهنتون استادې صبا حنیف امریکا غږ ته وویل چې نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې له طالبانو سره د داسې یوې زمینې د برابرولو لپاره خبرې وکړي چې دیني او "دنیوي" تعلیم سره ګډ کړي.

حنیف وویل: "دوی باید په ځینو شرایطو موافقه وکړي او طالبانو ته وښيي چې څنګه خالصه دیني زده کړه په ځانګړې توګه د کاري فرصتونو او اقتصادي ودې په برخه کې، د هیواد راتلونکي ته زیان رسولی شي."

هغې زیاته کړه چې که ماشومان "د ژوند کولو د یوازې یو طرز فکر او لارې" سره مخامخ شي، نو دا به افراطیت ته لاره هواره کړي چې د صبا حنيف په خبره، "دا به د سيمې لپاره ډېر خطرناک وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG