د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو د جنسیتي ځورونې د اغیزو ډیرو برخو ته پاملرنه نه ده شوې


بځښنې نړیوال سازمان ویلي پر افغانستان باندې د طالبانو څه باندې دریو کلنو واکمنۍ کې افغان میرمنو او نجونو د کار، ازادۍ او ونډې په ګډون د ژوند په ټولو اړخونو کې خپل ظرفیتونه له لاسه ورکړي.
بځښنې نړیوال سازمان ویلي پر افغانستان باندې د طالبانو څه باندې دریو کلنو واکمنۍ کې افغان میرمنو او نجونو د کار، ازادۍ او ونډې په ګډون د ژوند په ټولو اړخونو کې خپل ظرفیتونه له لاسه ورکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د روان ۱۶ ورځني کمپاین په لړ کې یو ځل بیا په افغانستان کې د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د طالبانو ځورونکو پالیسو یادونه کړې او ویلي دي چې ددغو پالیسو د اغیزو ډیرو برخو ته لا پاملرنه نه ده شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان د یکشنبې د ورځې ناوخته د دسمبر اتم ( لیندۍ ۱۸مه) د ایکس په پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د څه باندې درې کلنې واکمنۍ پرمهال افغان میرمنو د کار، ازادۍ او ونډې په ګډون د ژوند په ټولو اړخونو کې خپل ظرفیتونه له لاسه ورکړي دي.

دغه سازمان ویلي: " د بشري حقونو کومو ښځینه مدافعانو، چې د بخښنې نړیوال سازمان سره خبرې کړي په دې باور دي، چې د طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې اغیزې پر مختلفو اړخونو باندې له پامه غورځیدلې پاتې شوي دي."

دغه سازمان پر هیوادونو باندې غږ کړی چې د حساب ورکولو لپاره ته د طالبانو د چمتو کولو لپاره دې اقدامات وکړي.

ټاکل شوې چې د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې سره همهماله دا ۱۶ورځنی پیل شوی کمپاین به د سه شنبې په ورځ، دسمبر ۱۰( لیندۍ ۲۰مه) چې په نړۍ کې د بشري حقونو نړیواله ورځې په توګه نمانځل کیږي، پای ته ورسیږي.

د ۱۹۴۸ کال د دسمبر په لسمه په پاریس کې د بشري حقونو د اعلامیې د تصویب د نمانځنې لپاره د بشري حقونو نړیواله ورځ هرکال د دسمبر په لسمه نمانځل کیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ددې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې بشري حقونه تر برید لاندې دي.

هغه ویلي: " بشري حقونه تر برید لاندې دي[...] د سږکال موضوع مونږ ته دا رایادوي چې بشري حقونه د راتلوونکی د جوړولو لپاره دي ـ همدا اوس [...] مونږ باید د ټولو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره راپورته شو ـ تل".

د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کیږي چې د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې طالبانو بیا واک ترلاسه کړی، په دغه هیواد کې د بشري حقونو وضعیت په پرله پسې ډول خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو پر اساس په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او دغه قانون د جنسیت پر بنسټ د طالبانو د تیرو دریو کلنو ټولو کړنو او پالیسو ته قانوني بڼه ورکړې ده.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ‌ډول د طالبانو څخه د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو د پالیسود لغوه کیدو غوښتنې کړي، خو طالبانو تراوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو تازه په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پرزده کړو بندیز لګولی دی.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې د دسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳مه) وروسته په طبي انستیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه دا پریکړه چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، ملا هبت‌الله آخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په خصوصي طبي انسیتیوتونو کې په لسګونو زرو نجونو زده کړې کولې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG