د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۱) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو په زده کړو باندې بندیز په کلکه وغنده.
بلینکن په دغې اعلامیې کې له طالبانو څخه غوښتي چې د نجونو په طبي زدکړو بندیز او هغه فرمانونه لغوه کړي، چې د ښځو بشري حقونه، پوهنه، لازمي خدمتونو ته لاسرسی او اساسي ازادي سلب کوي.
په دغې اعلامیې کې د بلینکن په حواله لیکل شوي: «دا وروستی حکم، چې د هغې لړۍ برخه ده چې د ښځو او نجونو حقوق او ژوند له خطر سره مخامخ کوي، زده کړو او روغتیایي مراقبتونو ته د نجونو په لاسرسي باندې نا عادلانه برید دی.»
د راپورونو په اساس، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوې غونډه کې هغوی ته ویلي چې د ډسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) وروسته د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیز لګول شوی دی. په دغو انستیتیوتونو کې به نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.
د طالبانو حکومت لا تر اوسه دا پریکړه، چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، هبتالله اخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په خصوصي طبي انستیتیوتونو کې لسګونو زره نجونو زده کړې کولې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا ډول بندیزونه یوازې ښځې او نجونې نه بلکې، ټول افغانان له خطر سره مخامخ کوي.
بلینکن ویلي دي: «متحده ایالتونه لا هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه هوډمن دی او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو د بشپړ، برابر او پرمفهومه مشارکت لپاره به د ټولو افغانانو ترڅنګ ودرېږي.»
په اعلامیې کې همدغه راز راغلي، چې نړیواله ټولنه دې «په اتحاد او څرګند ډول» د طالبانو دا اعمال وغندي او د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو ملا وتړي.
طالبانو د خپلې روانې واکمنۍ په تېرو دریو کلونو کې په ښځو باندې د کار، زده کړو او نورو برخو کې کلک بندیزونه لګولي دي، ملګري ملتونه د طالبانو دا کار د جنسیت په اساس تبعیض (جنسیتي اپارتاید) بولي.
فورم \ دبحث خونه