په سوریې کې یاغي وسله والو له دوو اونیو څخه په کمه موده کې لومړی د سوریې لوی ښارونه ونیول او بیا یې د یکشنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۸) د دمشق په نیولو سره یې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد واکمني پای ته ورسوله.
د سینچري انټرنیشل فکري بنسټ یو غړي ارون لونډ د فرانس پرس اژانس ته وویل چې د "سوریې کمزوری رژیم او له بشارالاسد سره د نړیوالو د مرستو کموالی" د یاغیانو د بریالیتوب "اصلي عوامل" دي.
هغه زیاته کړه چې په سوریه کې د یاغي اسلامپالو د مشر ابومحمد الجولاني لخوا د بنسټونو جوړول او تر کنټرول لاندې یې د یاغي وسلهوالو منسجم ساتل هم د اسد د حکومت په نسکورولو کې عمده رول درلود.
په ۲۰۱۱ کې په سوریه کې د دولت ضد اعتراضونو له ځپل کېدو وروسته په دې هېواد کې سخته کورنۍ جګړه پیل شوه. په تېرو څلورو کلونو کې د دې جګړې په لومړیو کرښو کې د پام وړ بدلون نه و راغلی خو د تېرو دوو اونیو څخه په کومه موده کې د یاغیانو د پراخو بریدونو په نتیجه کې د اسد حکومت نسکور شو.
په دې راپور کې د فرانس پرس اژانس د اسد د حکومت د ناڅاپي نسکورېدو تر شا یو شمېر عواملو ته کتنه کړې ده.
د پوځ ړنګېدل
د اسد پوځ، چې له یوې تشې پوستې څخه پورته بل څه نه دی، په جګړه کې یې څه باندې نیم میلیون وګړي ووژل او د سوریې اقتصاد، تاسیسات او صنعت یې ویجاړ کړل.
کارپوهان وايي چې د سوریې د جنګ په لومړیو کلونو کې د پوځ د ۳۰۰ زره سرتیرو په لیکو کې د تلفاتو او تېښتې له امله د پوځیانو شمېر سم نیمايي کم شوی و.
په بريتانيا کې د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د نومبر په ۲۷ کله چې یاغي وسلهوالو خپل پراخ عملیات پیل کړل د سوریې پوځ یوازې په ځينو سيمو کې لږ مقاومت وکړ.
د فرانسې د نړیوالو او ستراتیژیکو چارو د انسټیټیوټ رییس ډیویډ ریګولیت روز وویل چې "د سوریې پوځ له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سرتېرو او تجهیزاتو له کموالي سره مخامخ و" او سرتېرو یې د جنګ مورال نه درلود.
هغه زیاته کړه چې د پوځ سرتیرو ته لږ معاش ورکول کېده او له همدې امله سرتېرو د خپل ژوند د تامینولو لپاره د شتمنیو غلا ته لاس اچولی و او یوه برخه یې د پوځ له لیکو څخه وتښتېدل.
که څه هم بشارالاسد د چهارشنبې په ورځ د مسلکي سرتیرو معاش ۵۰ فیصده زیات کړ خو د سوریې د خراب اقتصادي وضعیت له امله دا اقدام موثر ثابت نشو.
د سوریې پوځ د یاغیانو له خوا د دمشق له نیولو وروسته په رسمي توګه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.
د متحدینو په ملاتړ کې کموالی
بشارالاسد تر ډېره بریده د خپلو مهمو متحدینو روسیې او ایران پر پوځي، سیاسي او دیپلوماتیکو مرستو تیکه درلوده او د هغوی په مرسته یې په ۲۰۱۱ کې د حکومت ضد اعتراضونه وځپل، له لاسه وتلې سیمې یې بیرته ونیولې او د روسیې د هوايي ځواک په مداخلې سره د جګړې بڼه د بشارالاسد په ګټه بدله شوه.
خو د نومبر په ۲۷ د یاغیانو ناڅاپي عملیات په داسې حال کې پیل شول چې روسیه له اوکراین سره په جګړه کې ښکیله ده او دا ځل د روسیې هوايي ځواک د دغو یاغیانو په ځپلو کې پاتې راغی چې په پرله پسې توګه یې د حلب، حما، حمص او په پای کې د دمشق په شمول د لویو ښارونو پراخې سیمې ونیولې.
د بشارالاسد بل مهم متحد ایران چې له اوږدې مودې راهیسې د سوریې د وسلهوالو ځواکونو ملاتړ کوي اوس یې ډېر پام په منځني ختیځ کې د اسرائيل په وړاندې د حماس او حزبالله ډلو ملاتړ ته اړولی دی.
د حزبالله کمزوري کېدل
همداشان د حزبالله ډلې، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې یې په ښکاره د بشارالاسد ملاتړ کوه او د هغه د پوځ د پیاوړتیا لپاره یې خپل زرګونه جنګیالي د پولې اخوا استولي وو، کمزورې شوې.
دا ځل حزبالله له اسرائيل سره په جنګ کې ښکېل و او یاغیانو تېره میاشت په هغه ورځ خپل بریدونه پیل کړل چې په لبنان کې له څه باندې یو کال جګړې وروسته د اسرائیل او حزبالله ترمنځ اوربند وشو.
د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو وويل د بشار الاسد د واکمنۍ نسکورېدل "د هغو ګوزارونو نتیجه ده چې موږ د اسد پر اصلي ملاتړو ايران او حزبالله" باندې کړي دي.
فورم \ دبحث خونه