د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: امریکا او ترکیه په سوریه کې ټول شموله حکومت غواړي


بلینکن او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په انقره کې د کډ خبري کنفرانس وروسته
بلینکن او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په انقره کې د کډ خبري کنفرانس وروسته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل ترکي سیال سره له کتنې وروسته د جمعې په ورځ، دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۳مه) وویل، امریکا او ترکیه د سوریې د راتلونکي حکومت په اړه یو شان نظر لري.

بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې دواړه هېوادونه په سوریه کې د یو موقت حکومت غوښتونکي دي چې ټول شموله او غیر فرقه یي وي، داسې حکومت چې د اقلیتونو او ښځو د حقونو ساتنه وکړي، داسې حکومت چې د دولتي بنسټونو ساتنه وکړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي."

بلینکن وویل، چې دواړه هیوادونه د سوریې له موقت حکومت څخه غواړي چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د رژیم څخه پاتې هر ډول کیمیاوي وسلې ومومي او په سمه توګه له منځه یوسي.

بلینکن زیاته کړه، چې متحده ایالات نه غواړي چې سوریه د ګاونډیانو لپاره ګواښ وي او د موقت مشرتابه څخه غواړي چې د افراطي ډلو سره هر ډول ایتلاف رد کړي.

بلینکن او فیدان دواړو د اسلامي دولت ترهګرې ډلې (داعش) د ځپلو لپاره د هڅو پر دوام هم ټینګار وکړ.

بلینکن وویل: "زموږ هیوادونو په تیرو کلونو کې ددې ډاډ د ترلاسه کولو چې د (داعش) ارضي خلافت له منځه ولاړ شي،‌ګډ کار کړی او موږ به دې کار ته دوام ورکړو ترڅو د دې ګواښ د بیا راپورته کیدو مخه ونیول شي."

د ملګرو ملتونو له خوا د تروریستي سازمان په لیست کې د شاملې ډلې "هیت التحریر الشام" په ګډون د بشارالاسد د رژیم څو مخالفو ډلو د نوامبر په ۲۷ نیټه د اسد د رژیم پر ضد خپل تر ټولو ستر بریدونه پیل کړل.

دغو مخالفو ډلو له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې د پام وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې او په پایله کې یې، په سیمه ییز وخت د یکشنبې په سهار، دسمبر اتمه ددغه هېواد پلازمېنه دمشق ونیو. د راپورونو له مخې بشارالاسد او کورنۍ یې مخکې له دې چې مخالف وسله والې ډلې دمشق ته ورسیږي، روسیې ته وتښتیدل.

تر دې مخکې بیلنکن د پنجشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ددغې کتنې په اړه وویل، چې بلینکن او اردوغان "د متحده ایالاتو او ترکیې د سیمه ایزې همکارۍ او د سوریې په رهبرۍ سره یو حساب ورکونکي او ټول شموله حکومت ته د سیاسي لیږد په هکله زموږ په ګډو ګټو" خبرې وکړې.

بلینکن د پنجشنبې په ورځ د اردن له پاچا 'عبدالله دوهم' او د صدراعظم د مرستیال، ایمن صفادي سره هم وکتل.

هغه په اردن کې خبریالانو ته وویل چې دواړه خواوې "د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره چې د بشار الاسد له ظالمانه دیکتاتورۍ څخه آزاد شوي دي د سیمه ایزو هڅو د همغږۍ لپاره کار کوي."

په دغه سیمه ایز سفر کې بلینکن له خپل ترکي سیال سره له کتنې وروسته، د جمعې په ورځ عراق ته سفر وکړ او د عراق له صدراعظم محمد شیاع السوداني سره یې وکتل.

بلینکن وویل چې له السوداني سره یې د عراق د امنیت او حاکمیت په کله د امریکا د ژمنو په اړه خبرې کړې دي. هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې دا د عراق لپاره وخت دی چې خپل حاکمیت او راتلونکي ثبات، امنیت او بریا پیاوړي کړي."

هغه زیاته کړه چې په سوریه کې د ثبات او د داعش د بیا راڅرګندېدو د مخنیوي په اهمیت له عراق پرته بل څوک ښه نه پوهیږي.

بلینکن وویل،: "مونږ هوډ لرو چې دا یقیني کړو چې داعش بیا راڅرګند نه شي."

دغه جګپوړي امریکايي دیپلومات وویل: "امریکا او عراق په ګډه د داعش د خلافت په ړنګولو کې چې څو کاله وړاندې یې تاسیس کړی و، ستر بریالیتوب درلود."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG