د لاس رسي وړ اتصالات

د جي-۷ هیوادونو مشران به په سوریه کې د 'ټولشموله' حکومت د جوړیدو ملاتړ وکړي


په ایټالیا کې د جي-۷ هیوادونو غونډه
په ایټالیا کې د جي-۷ هیوادونو غونډه

د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو (جي-۷) ډلې مشرانو د پنجشنبې په ورځ، ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۲مه) وویل، چمتو دي چې د بشارالاسد له ظالمانه واکمنۍ وروسته په سوریه کې د یو "ټولشموله او غیر فرقه یي حکومت" د جوړیدو ملاتړ وکړي.

د جي-۷ هیوادونو مشرانو په یو بیان کې، د ښځو او لږکیو په ګډون د بشري حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه او "د بشارالاسد رژیم سره د ترسرهکړیو جنایاتو د حساب ورکولو په اهمیت" یې ټینګار وکړ.

بشار الاسد، د اسلامپاله هیت التحریر الشام ډلې او د هغې د متحدینو د چټکو بریدونو په پایله کې له سوریې وتښتید او پدې توګه د اسد د کورنۍ۵۰ کلنه واکمني په ناڅاپي توګه پای ته ورسیده.

د جي-۷ ډلې په خپله اعلامیه کې ویلي: "د بشارالاسد د رژیم لخوا د لسیزو ظلمونو وروسته، موږ د سوریې له ولس سره ولاړ یوو." د نړۍ اووسترو اقتصاد لرونکو هیوادونو په ډله کې بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، جاپان، متحده ایالات او ایټالیا شامل دي.

دغې ډلې له هغو کسانو څخه چې اوس په سوریه کې د حکومت کولو په لټه کې دي، وغوښتل چې، "د دولتي بنسټونو د سقوط مخه ونیسي" او"سوریې ته د ټولو هغو کسانو خوندي او باعزته داوطلبانه راستنیدو شرایط ډاډمن کړي چې تېښتې ته اړ شوي وو".

د جي-۷ ډلې په اعلامیه کې راغلي: "جي-۷ به د سوریې د راتلونکي حکومت سره کار او بشپړ ملاتړ وکړي چې د دې معیارونو او د دېپروسې پایلو ته غاړه کیږدي."

پدې ترڅ کې د سوریې موقت حکومت د پنجشنبې په ورځ، ډسمبر ۱۲ ژمنه وکړه چې د پرځول شوي ولسمشر بشار الاسد په مشرۍ د کلونوسرغړونو وروسته به د "قانون حاکمیت" رامنځته کړي.

د سوریې د موقت حکومت ویاند فرانس پرس اژانس ته وویل، چې د هیواد اساسي قانون او پارلمان به د واک د لیږد په خاطر د دریو میاشتو لپارهوځنډول شي.

عبیده ارناوت، د فرانس پرس اژانس ته وویل: "د عدلي او بشري حقونو کمیټه به جوړه شي چې اساسي قانون وڅیړي او بیا به تعدیلات معرفيکړي."

د سوریې د دولتي ټلویزیون په مقر کې چې د یاغیانو تر کنترول لاندې دی، د خبرو پر وخت عبیده، وویل چې دوی به د "قانون حاکمیت" پلیکړي.

هغه زیاته کړه: "ټول هغه کسان چې د سوریې د خلکو پر ضد یې جنایتونه کړي دي، له قانون سره سم به محاکمه شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG