پداسې حال کې چې د سوریې پایتخت دمشق د وسله والو یاغیانو لاسته ورغلی خو ها خوا بیا یکشنبه ډسمبر اتمه ( لیندي ۱۸) د ترکیې له ملاتړ برمخمنو ډلو او کردي ځواکونو تر منځ د منبیج په ښار کې خونړۍ نښتې شویدي.
ترکي پلوو جګړه مارانو تیره اوونۍ د تل رفعت ښارګوټی د کردي ځواکونو څخه بیرته ونیوه.
د سوریې د بشري حقونو څار اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو په سوریه کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، ویلي چې د ترکیې له ملاتړ برمخمنو وسله والو د حلب په ختیځ کې د منبیج ښار د منبیج نظامي شورا وسله والو سره د سختو نښتو وروسته نیولی دی.
دا شورا د سوریې کردي دیموکراتیکې ځواکونو پورې تړلې او په شمال ختیځ کې هغو سیمو باندې کنټرول لري چې د کردي ځواکونو په لاس کې دي.
د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې د یکشنبې ورځې په جګړو کې نهه ترکي پلوي او لږ تر لږه ۱۷ د منبیج نظامي شورا غړي وژل شویدي.
د سوریې دیموکراتیکي ځواکونو هم چې متحده ایالات یې تر شا ولاړ دي، دا جګړې یې تائید کړي او ویلي چې په منبیج او الباب سیمو کې د نظامي شورا غړیو هغو وسله والو ته سخت ګوزارونه ورکړي چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده.
د کردي ملیشو او ترکي پلوو وسله والو تر منځ دا شخړې داسې مهال شوي چې پایتخت دمشق د یاغیانو لاس ته ورغلی او جمهور رئیس بشارالاسد د خپلې کورنۍ سره یو ځای روسیې ته تښتیدلی.
سره لدې چې نړیوالې ټولنې په سوریې کې په سوله ایزه توګه د واک په لیږد او ګډوډیو مخنیوي غږ کړی خو ددې هیواد برخلیک ځکه پیچلی دی چې د بیلا بیلو برخو کنټرول یې د بیلا بیلو ډلو په لاس کې دی.
سوریه د بېلا بېلو نژادونو او مذهبونو کور دی او د تېرو کلونو کې په جګړو کې دا نژادونه او مذهبونه د سوریې د رژیم له لوري د یو بل په مقابل کې درول شوي، چې اوس یې ډېر دا اندېښنه لري چې ممکن افراطي سنیان واک ترلاسه کړي.
سوریه همدغه راز په بېلا بېلو ډلو وېشل شوې او د روسیې او ایران او متحدو ایالتونو، ترکیې او اسرائيل په ګډون بهرني قدرتونه هم په کې دخېل دي.
فورم \ دبحث خونه