د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې له روسیې او ایران غوښتي و چې په سوریې کې نظامي مداخله ونکړي


د روسیې نظامي پولیس د سوریې په دیر الزور کې د امنیتي ماموریت پر مهال لیدل کیږي.
د روسیې نظامي پولیس د سوریې په دیر الزور کې د امنیتي ماموریت پر مهال لیدل کیږي.

د نږدې یوې اوونۍ وروسته چې په سوریه کې یاغیانو د بشارالاسد حکومت ړنګ کړ او واک یې تر لاسه کړ، ترکیې د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۳ ( لیندۍ ۲۳) وویل چې له ایران او روسیې یې غوښتي و چې په سوریه کې د اسد ځواکونو د ملاتړ لپاره نظامي مداخله ونکړي.

ایران او روسیه د سوریې په کورنۍ جګړې کې د بشارالاسد د رژیم تر ټولو نږدې ملاتړي و.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په سوریې کې د ایران او روسیې نظامي مداخلې نه کولو په هکله په تلویزیوني مرکې کې وویل، " مونږ د هغوي سره لیدنې وکړې او هغوي پوه شول ".

د ترکیې دې جګپوړي چارواکي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، په مرکې دا هم وویل چې که د دمشق سقوط وړاندې روسیه او ایران د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد ملاتړ ته ورغلي وی، بیا به هم یاغیانو جګړه ګټلې وی خو زیاته یې کړه چې ښایي ډیر تشدد به شوی وی.

ښاغلي فیدان پدې هکله وویل، "که اسد ملاتړ تر لاسه کړی و، مخالفینو ښایي پخپلې ټینګې ارادې بری تر لاسه کړی و خو ډیر وخت به یې نیولی و او ښایي دا بری به خونړی وی".

د ترکیې دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات زیاته کړه چې د اسد تر ټولو مهمو ملاتړ کوونکو ایران او روسیې سره یې ځکه اړیکه نیولې وه چې په سوریې کې مرګ ژوبله کمه شي.

سره لدې چې د تیرې نومبر میاشتې په ۲۷ مې چې یاغیانو د اسد رژیم په خلاف تعرضي عملیات پيل کړل، او مهم ښارونه یو د بل پسې د یاغیانو لاسته ورتلل، روسې او ایران ښاغلي اسد ته د ملاتړ وړاندیز کړی و چې د یاغیانو مخه ونیسي خو تعرضي عملیات دومره جدي و چې ټول یې حیران کړل.
خو بل پلو روسیې او ایران خپلې ستونزې درلودې. په اوکراین کې د روسیې جګړه او په لبنان کې د حزب الله په ډلې د اسرائیل بریدونه هغه څه و چې د اسد نږدې ملګري او ملاتړي هیوادونو یې د ژغورلو لپاره ډیر څه نشوی کولی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په مرکې کې د اسد رژیم سره د روسیې او ایران ملاتړ هکله وویل، " هغوي ژر درک کړه چې لوبه پای ته رسیدلې او دا چې د اسد په رژیم پانګه اچول ارزښت نلري او نور څه پاتې نه و".

سره لدې چې یو شمیر هیوادونه په سوریه کې د حیات تحریر الشام ډلې په هکله اندیښمن دي خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پدې مرکې کې وویل چې دا ندیښه رفع کیدی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG