د افغان معترضو ښځو یو خوځښت د امنیت د شورا غونډې ته د طالبانو سره د تعامل په اړه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا ډول تعامل نه یوازې ددغې ډلې د پیاوړي کیدو سبب ګرځي، بلکې په سیتماتیک ډول د افغان میرمنو د ځپلو سبب هم ګرځي.
د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان معترضو میرمنو یو خوځښت د بندو دروازو شاته په افغانستان کې په یو نامعلوم ځای کې په یوه جوړه شوې غونډه کې چې ویډیو یې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵(لیندۍ ۲۵) رسنیو ته استولې ویلي دي چې د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو تعامل د افغانستان په ګټه نه دی.
ددغه خوځښت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر 'یوناما' له خوا د طالبانو سره د تعامل او ددغې ډلې د سپینولو په اړه د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره په دې ټینګار کوو چې دا ډول سیاست نه یوازې د طالبانو د ډلې د پیاوړي کیدو سبب ګرځي، بلکې په مستقیم ډول د ښځو د خپګان او سیستماتیک ډول ځپلو...هم سبب کیږي، چې اصلا د افغانستان په ګټه نه دی".
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۲) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپل درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال په داسې حال کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې طالبانو د حکومت پر سختو پالیسو انتقاد وکړ او په افغانستان کې یې په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو باندې بندیز ته په شارې خبرداری ورکړ چې دا بندیز به په دغه هېواد کې موجود بد بشري کړکیچ لا خراب کړي. میرمن اوتبیوا په عین حال کې د طالبانو سره د ملګرو ملتونو د تعامل څخه هم ملاتړ وکړ.
خو د ارغواني د شنبو د ورځې خوځښت په دې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو پر وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پالیسۍ دغې ډلې ته د بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې لا جرآت ورکوي.
دغه خوځښت طالبانو سره د ملګرو ملتونو تعامل سازشکارانه تعامل ګڼلی او ویلي چې دا ډول کړنې په افغانستان کې په غیر مستیقم ډول د طالبانو ځپوونکو اقداماتو ته مشروعیت ورکړی دی، په داسې حال کې چې ددغه خوځښت د اعلامیې له مخې دا ډول اقدامات د طالبانو له خوا د افغانستان د خلکو د غوښتونو پر وړاندې د هیڅ انعطاف سبب شوي نه دي، بلکې ددې سبب شوی چې طالبان د ځواب ویلو او واقعي فشار څخه د ډیر کمې ویرې په لرلو سره د بشري حقونو موازین په ځانګړي ډول د ښځو حقونو څخه سرغړونه وکړي.
دغه خوځښت د ملګرو ملتونو غوښتي چې د یوناما د دفتر د رهبرۍ په اړه په ځانګړي ډول د عمومي منشي د ځانګړې استازې او یوناما د مشرې په اړه دې بیا کتنه وکړي. همداشان په دې اعلامیه کې د طالبانو سره هرډول تعامل د بندیدو غوښتنه هم شوې ده.
په دې اعلامیه کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، تحلیګرانو، د طالبانو پر وړاندې د اعتراضي حرکتونو او نړیوالو رسنیو غوښتل شوي چې پر ملګرو ملتونو باندې دې فشار راوړي تر څو دا ټولنه په افغاسنتان کې د بشري حقونو د موازینو او ښځو د حقونو څخه ملاتړ وکړي.
په دې اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د چین او روسیې څخه هم غوښتل شوي چې د لنډې مودې د ګټو پرځای دې په افغانستان کې د تروریستي ډلو ګواښونه او حضور جدي وګڼي او پر طالبانو دې اعتماد نه کوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې که نړیواله ټولنه پام ونکړي کیدای شي افغانستان د سیمې او نړۍ امنیت او سولې ته په یو جدي ګواښ بدل شي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" او هم د طالبانو حکومت د افغان میرمنو ددغه خوځښت دغې اعلامیې ته لا غبرګون نه دی ښودلې.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبیوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته په وینا کې طالبانو سره د ملګرو ملتونو د تعامل څخه دفاع کړې وه او دا تعامل یې د افغانانو په ګټه ګڼلی و.
میرمن اوتنبیوا د طالبانو سره د تعامل په اړه وویل چې ځینې کسان وايي چې دغې ډلې سره بوختیا او ښکییل پاتې کیدو کار نه دی ورکړی، ځکه چې د نړیوالو غندونو سره سره د طالبانو پریکړې دوام لري.
میرمن اوتبیوا وویل: "خو داسې ښکاري چې فشار او غندنه کار نه ورکوي او که چیرې مخ پر وړاندې تګ ته په تمایل سره اساسي بوختیا تعقیب شي دا به د افغانستان د انزوا سبب شي. انزوا د حل لار نه ده او د افغانانو د ګټو په خاطر مونږ باید د باور د رامنځ ته کولو لپاره بوختیا ته دوام ورکړو. په داسې حال کې چې په پر خپلو اصولو باندې کلک ولاړ اوسو مونږ باید چې هم صبور اوسو او هم واقعبینه اوسو".
رروزا اوتبیوا وویل چې ددې ټولو څخه هغه خوا "مونږ باید افغانانو ته د ملاتړ په برابرولو کې کلک ودریږو".
فورم \ دبحث خونه