د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس موافقه؛ ټرمپ: یرغمل ډیر ژر خوشې کیږي


د غزې اوربند
د غزې اوربند

د اسرائیل او حماس ترمنځ د قطر په منځګړیتوب د مذاکراتو په اړه باخبره سرچینو د جنورۍ ۱۵مه (مرغومي ۲۶مه) وویل چې دواړو خواو په غزه کې په اوربند او د اسرائیلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو د تبادلې پر سر موافقه وکړه.

امریکايي مقاماتو هم تایید کړې، چې دغه هوکړه د دواړو خواوو ترمنځ شوې ده. دا معامله چې له ډېر وخت راهیسې یې تمه کېده، د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې لاسلیک شوه.

اسرائیل او حماس د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو څځه یوازې څلور ورځې مخکې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو پر خلاصون موافقه وکړه. ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که د ده د ادارې د پیل تر وخته یرغمل شوي کسان خوشې نه شي، حماس به یې درنه بیه ادا کړي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ټروټ په ټولنیزه شبکه ولیکل: "په منځني ختیځ کې مو د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هوکړه ترلاسه کړه. هغوی به ژر خوشې شي. له تاسو مننه!"

د رویټرز خبري اژانس د یو اسرائیلي مقام له قوله ویلي چې د اسرائیل حکومت د پنجشنبې په ورځ ددغه تړون په اړه رایې ګیري کړې او د دغې سرچینې په وینا تمه ده چې د اسرائیل د کابینې اکثره وزیران به یې تصویب کړي.

د دې خبر له خپرېدو وروسته د غزې زرګونه اوسېدونکي چې له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې د تر ټولو خونړۍ جګړې شاهد دي، سړکونو ته راووتل او خوښۍ یې وکړې.

د فرانس پرس خبري اژانس خبریالانو د دیر البلخ ښار او د غزې له نورو ښارونو څخه راپور ورکړی چې ډله ډله خلکو خوښۍ کولې او یو بل یې په غیږ کې نیوه.

د قطر، مصر او متحده ایالاتو استازو په دې وروستیو ورځو کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د یوې موافقې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې وې.

سرچینو د فرانس پرس اژانس ته ویلي، چې د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني د چهارشنبې په ورځ له هوکړې مخکې په خپل دفتر کې له اسرائیلي مذاکره کوونکو او د حماس ډلې له استازو سره وکتل.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه سخت دریځې ډلې حماس پر اسرائیلو باندې وسله وال بریدونه پیل کړل چې د اسرائیلي چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او د حماس جنګیالیو څه باندې ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.

د خبرو اترو او وروستي توافق څخه چې تر اوسه یې رسمي اعلان نه دی شوی، یو باخبره مقام رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په دې هوکړه کې شپږ اوونیز مقدماتي اوربند شامل دی، چې په ترڅ کې به یې اسرائیلي ځواکونه په تدریجي ډول له غزې تړانګې څخه ووځي او اسرائیلي یرغمل د فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې د حماس له بند څخه ازاد شي.

رویټرز خبر ورکړی، چې په لومړي پړاو کې به د حماس له لوري ۳۳ یرغمل شوي کسان خوشې شي، چې ټول یې ښځې، ماشومان او تر ۵۰ کلونو زیات عمر لرونکي نارینه دي.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتي د موقتي اوربند په ترڅ کي د حماس له لوري یو شمیر یرغمل شوي کسان خوشي شول، خو د اسرائیلي پوځ په وینا ۹۴ تنه یرغمل لا هم د دغې ډلې په توقیف کې دي، چې ګمان کیږي ۳۴ تنه یې وژل شوي دي.

د حماس تر واک لاندې غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي، په غزه کې د اسرائیل په غچ اخیستونکي کمپاین کې ۴۶۶۴۵ کسان وژل شوي، چې اکثر ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG