په یوې تازه څیړنې کې معلومه شوې چې د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې اسرائیل په غزې کې د حماس پر ضد جګړه پیل کړې، د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمیر تر رسمي ارقامو ۴۱ په سلو کې لوړ دی.
په لندن کې یو څیړنیز روغتیایي مرکز پخپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ اکټوبر څخه تر ۲۰۲۴ میلادي کال د جون تر میاشتې پورې په غزې کې څه د پاسه ۶۴ زره کسان وژل شوي.
په غزې کې د حماس تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې پدې مودې کې ۳۷۸۷۷ تنه وژل شوي او د راپور له مخې دې وزارت مرګ ژوبله ۴۱ په سلو کې کمه ښودلې ده.
پدې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ۵۹ په سلو کې وژل شوي میرمنې، ماشومان او د پاخه عمر کسان و چې ترې څرګندیږي د نورو اټکلونو سره بر ابر دي.
پدې څیړنیز راپور کې ندي ویل شوي چې پدې کسانو کې څومره وژل شوي کسان د حماس ډلې غړي و.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو په یوې جلا ارزیابۍ کې معلومه شوي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې څخه د ۲۰۲۴ اپریل میاشتې پورې د ۸۰۰۰ زرو کسانو له جملې چې وژل شوي او مړینه یې تائید شوې ۴۴ په سلو کې یې ماشومان او ۲۶ په سلو کې یې میرمنې وې.
د لندن دې څیړنیز مرکز پخپلې ارزیابۍ کې د دریو بیلو سرچینو معلومات کره شوي او دې نتیجې ته رسیدلي چې ښایي د ډیرو کسانو مړینه راپور شوې نده.
په ارزیابۍ کې د معلوماتو لومړۍ سرچینه د فلسطین عامې روغتیا وزارت و چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی ؛ دویمه یې هغه انلاین سروې وه چې د عامې روغتیا وزارت خپره کړې او له خلکو یې غوښتي چې د خپل خپلوانو مړینه ثبت کړي او دریمه د مړینو هغه خبرونه دي چې په فیس بوک او انسټګرام په ګډون په ټولنیزو شبکو کې خپرې شویدي.
په غزه کې جنګ وروسته له هغې پیل شو چې د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوه پر اسرائیل باندې برید وکړ. د اسرائيل د چارواکو د معلوماتو په اساس په دغه برید کې ۱۲۰۸ کسان ووژل شول چې زیات شمېر یې ملکي وګړي و او دغه راز لسګونه کسان یرغمل شول.
اسرائيل د دغه برید په ځواب کې پر غزې باندې خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل چې لا هم دوام لري. د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت شمیرې چې د ملګرو ملتونو لخوا هم تائید شوي ښيي چې په دغه بریدونو کې تر اوسه ۴۵زره او ۸۰۵ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو لویه برخه غیر نظامیان دي.
فورم \ دبحث خونه