د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او حماس په غزه کې د اوربند تړون تصویب کړ - سرچینې


د اسرائیل - حماس ترمنځ د اوربند پر سر خبرې او په اسرائیل کې د یرغمل د خوشې کیدو لپاره مظاهرې
د اسرائیل - حماس ترمنځ د اوربند پر سر خبرې او په اسرائیل کې د یرغمل د خوشې کیدو لپاره مظاهرې

باخبره سرچینې وایي چې د قطر په منځګړیتوب د اسرائیل او حماس ترمنځ روانو مذاکراتو کې دواړو خواوو نن، جنورۍ ۱۵مه (مرغومي ۲۶مه) په غزه کې د اوربند او د اسرائیلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو د تبادلې تړون تصویب کړ.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس اژانس ته وویل، "د مقاومت ډلې په خپل منځ کې یوې موافقې ته رسېدلي او منځګړو ته یې (د بندیانو او یرغمل شویو) د تبادلې او اوربند د منظورۍ خبر ورکړی دی."

یوې بلې فلسطیني سرچینې وویل چې، دغو "ډلو په دې موافقه مثبت بحث وکړ، خپل رضایت یې څرګند کړ او پریکړه یې تائید کړه، چې موخه یې د (اسرائیلي) تیري بندول او زموږ د خلکو ساتنه ده."

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې خبرې اترې په "وروستیو پړاوونو" کې دي او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د شپې ناوخته له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د دې تړون په اړه خبرې اترې وکړې.

د اسرائیل او د فلسطین د حماس ډلې ترمنځ له څه دپاسه ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته، په غزه کې دغه وروستی تاوتریخوالی په داسې حال کې زیات شوی چې د اوربند منځګړي هیواد قطر ویلي چې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره خبرې اترې په "وروستي پړاو" کې دي.

له بلې خوا دا اوربند پداسې حال کې رامنځته کیدونکی دی چې دمخه تر دې په لبنان کې د حزب الله ډلې د کمزوري کیدو په نتیجه کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند وشو.

بلخوا د غزې د ملکي دفاع ادارې د چهار شنبې په ورځ جنورۍ ۱۵ (مرغومي ۲۶) وویل چې د اسرائیل په وروستیو بریدونو کې د فلسطین په خاوره کې لږ تر لږه ۲۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي؛ د اسرائیل پوځ ویلي چې تیره شپه یې د حماس وسله وال په نښه کړي دي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې په یو بیان کې ویلي چې د غزې په تړانګه کې د الاقصی شهیدانو روغتون ته ۱۱ جسدونه وروسته له هغه انتقال شول چې اسرائیل د شپې له خوا په دیر البله ښار کې د یوې کورنۍ پر کور برید وکړ. دغې ادارې ویلي، په وژل شویو کې یو اوه کلن هلک او درې تنکي ځوانان شامل دي.

جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس پر اسرائیل په تاریخ کې تر ټولو خونړی برید وکړ، چې د اسرائیل د رسمي شمیرو او د فرانس پرس اژانس د اټکلونو له مخې ۱۲۱۰ کسان په کې ووژل شول چې اکثر یې ملکي وګړي وو.

د حماس تر واک لاندې غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي، په غزه کې د اسرائیل په غچ اخیستونکي کمپاین کې ۴۶۶۴۵ کسان وژل شوي، چې اکثر ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG