د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د روغتیا وزارت: په تېرو دوه ورځو کې ۳۲ کسان په غزه کې وژل شوي دي


عکس: ارشیف - پر غزه د اسرائیل بریدونه - تلفات
عکس: ارشیف - پر غزه د اسرائیل بریدونه - تلفات

د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ، جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۲) وویل چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۳۲ فلسطینیان وژل شوي دي، چې ورسره د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسرائيل په بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمیر ۴۶زره او ۵۳۷ ته رسېدلی دی.

د غزې د روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په دې موده کې ۱۰۹ زره او ۵۷۱ تنه ټپیان شوي‌ هم دي.

د حماس ډلې پر ضد د اسرائیل غچ اخیستونکي بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه وروسته له هغې پیل شول چې د دغې ډلې جنګیالیو د اسرائيل پر جنوب باندې برید وکړ. د اسرائيل د چارواکو د معلوماتو په اساس په دغه برید کې ۱۲۰۸ کسان ووژل شول چې زیات شمېر یې ملکي وګړي و او دغه راز لسګونه کسان یرغمل شول.

د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ د ۴۹۹ وژل شویو کسانو نومونه د هغوی د هویت او نورو معلوماتو له بشپړېدو وروسته د قربانیانو په لیست کې ورزیات کړي دي. په دغه وزارت کې د قربانیانو په اړه د معلوماتو د راټولو د څانګې یوې سرچینې فرانس پرس ته وویل چې ټول ۴۹۹ کسان په تېرو څو میاشتو کې وژل شوي دي.

د غزې په تړانګه کې د حماس ډلې پر ضد د اسرائيل په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر په یوې لانجمنې او د بحث وړ مسلې بدل شوی دی، ځکه چې اسرائیلي چارواکو تل د غزې د روغتیا وزارت لخوا وړاندې شوې شمېرې رد کړي دي.

د The Lancet په نوم د انګلستان د یوې طبي مجلې څېړنې ښيي چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د جنګ په لومړیو نهو میاشتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له هغو شمېرو څخه کابو ۴۰ سلنه زیات دی چې د غزې د روغتیا وزارت وړاندې کړې دي. دا موندنې پخپله د رسمي راپورونو د کره‌‌والي په تړاو د ابهام د زیاتوالي لامل شوي دي.

په دې نوې څېړنه کې چې د روغتیا وزارت د شمېرو په اساس،‌ انلاین سروې او په ټولنیزو رسنیو کې د مړینې په تړاو د معلوماتو د شریکولو په اساس ترسره شوې یوازې هغه کسان په کې شامل دي چې د تراماتیک ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په دې څېړنه کې د خوړو او روغتیايي پاملرنې د نشتوالي له امله مړه شوي کسان او یا هغه زرګونه ورک شوي کسان چې ښايي د کنډوالو لاندې وي شامل نه دي.

خو ملګري ملتونه د قربانیانو په تړاو د غزې د روغتیا وزارت لخوا وړاندې شوې شمېرې معتبرې او د باور وړ ګڼي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG