د لاس رسي وړ اتصالات

هند د طالبانو سره د اړیکو په پراخولو د څه په لټه کې دی؟


هند په ۲۰۲۲ کې له افغانستان سره د بشري مرستو په توګه په څو جوپو کې غنم ولیږل.
هند په ۲۰۲۲ کې له افغانستان سره د بشري مرستو په توګه په څو جوپو کې غنم ولیږل.

د هند او طالبانو د مشرتابه تر منځ د لوړې کچې لومړنۍ ډیپلوماټیکه ناسته د شنونکو په باور، په افغانستان کې د نوي ډیلي د نفوذ د پراخولو لپاره یو مهم ګام دی او وايي چې له طالبانو سره د مخ په ودې ښکیلتیا تر شا نوی ډیلی ستراتیژیکې موخې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر ویکرم مصري تیره اونۍ په دوبۍ کې په کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې او هند ژمنه وکړه چې "په نږدې راتلونکي کې" په افغانستان کې په پراختیايي پروژو کې برخه واخلي، او همدارنګه د روغتیا او کډوالو په برخو کې مرستې زیاتې کړي.

متقي په یو بیان کې هند "مهم سیمه ایز اقتصادي همکار" وباله او له نوي ډیلي سره یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو هوډ څرګند کړ.

دا په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې مهم بدلون بلل کیږي. د طالبانو د حکومت دوباره راتګ د هند د دوو لسیزو هغو هڅو لپاره یو په شاتګ بلل کېده چې غوښتل یې له کابل سره ژورې اړیکې ټینګي کړي.

په ویلسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د څانګې مشر مایکل کوګلمن امریکا غږ ته وویل: "د نوي ډیلي دریځ واقع بینانه دی او په دې باور ولاړ دی چې د طالبانو منزوي کول د هند لپاره په افغانستان کې خپل هدف ته رسېدل نور هم ستونزمن کوي."

د طالبانو بیاواکمنېدو له هند سره دا وېره پیدا کړې وه چې افغانستان ښايي بیا د هغو پاکستاني اورپکو ځاله شي چې د هندي کشمیر د جدايي غوښتنې د درې لسیزو په ناکراریو کې لتاړ بلل کیږي.

خو شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو مشرتابه نوي ډیلي ته دا ډاډ ورکړی چې د هند د ملي امنیتي ګټو خلاف به اقدام نه کوي.

د څار څېړنیز مرکز شنونکی سوشانت سرین وويل: "هغوی [طالبان] خپلو ژمنو ته متوجه دي چې په ټینګه پر خپله خاوره د هند ضد ترهګریزو فعالیتونو ته اجازه ورنکړي. او له همدې کبله د دواړو خواوو ترمنځ د تعامل په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی... افغانستان په سیمه کې د بې ثباتۍ زېږنده ګڼل کیږي او د هند د ګټو لپاره مهمه ده چې په دې جریان کې شامل وي."

هند په ۲۰۲۲ کې له طالبانو سره د اړیکو نیولو هڅې پیل کړې او په هغه کال یې افغانستان ته د بشري مرستو په توګه د خوړو او غذا د لیږلو ترڅنګ په کابل کې خپل سفارت ته یوه "تخنیکي ډله" هم ولیږله.

د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په داسې حال کې پراخیږي چې پاکستان تور لګوي چې طالبانو د "تحریک طالبان پاکستان" اورپکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هغه ځایه په پاکستان کې پر ملکي او پوځي هدفونو بریدونه کوي.

د متقي او مصري د تېرې اونۍ په کتنه کې هند "د افغانانو د بیړنیو پراختیايي چارو د اړتیاو پوره کولو سره مرستې ته خپله تیاري" وښودله.

د جمهوریت په واکمنۍ کې هند د کابل یو له ترټولو سترو ملاتړ ګڼل کیده چې په افغانستان کې د ښونځیو، روغتونونو، سرکونو او بندونو جوړولو په برخه کې یې شاوخوا درې میلیارد ډالر پانګونه کړې وه. د طالبانو له بیاواکمن کېدو سره ځینې دغه پروژې په ټپه درېدلي چې شنونکي وايي، اوس ښايي بیرته پیل شي.

په نوي ډیلي کې د کلینګا انډوپسفیک د څیړنو مرکز مشر چنتاماني مهاپترا وویل: "د هند موخه دا ده چې په افغانستان کې په تیرو څو لسیزو کې د خپلو لاسته راوړنو ساتنه وکړي او پراختیايي چارې له سره پیل کړي. افغانستان زموږ لپاره یو ډیر مهم هېواد دی او هند، پرته له دې چې څوک په واک کې دی، د طالبانو د منزوي کولو پر ځای له هغوی سره په تعامل باور لري. د ثبات لپاره پکار ده چې اقتصادي پراختیا ترلاسه شي."

دواړه خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي چارو د ملاتړ لپاره په ایران کې د چابهار بندر د کارولو ژمنه کړې ده. دغه بندر چې هند یې په رغولو کې مرسته کړې، د کابل او نوي ډیلي دواړو لپاره مهم ګڼل کیږي. هند غواړي د افغانستان او ایران له لارې له مرکزي اسیا سره وصل شي او ددې کار لپاره د چابهار بندر د پاکستان د ځمکني مسیر بدیل ګڼل کیږي.

طالبانو همدارنګه له هند څخه غوښتي چې افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکولو بهیر پیاوړی کړی کوم چې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې او هندي قونسلګریو د تړل کېدو له کبله ټکنی شوی دی. هند هم د نړۍ د نورو هېودونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني. شنونکي وايي، هند د افغانانو د ورتګ په اړه محتاط دریځ غوره کړی دی.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت (د ارشیف عکس)
په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت (د ارشیف عکس)

سرین وویل: "هند چمتو نه دی چې د ورتلونکو افغانانو پرمخ لکه د اوبو د بند د دروازې په څېر خپل سرحد پرانیزي. نوی ډیلی که څه هم ښکیلتیا ته دوام ورکوي خو محتاط دی. ځکه چې هند د ښځو سره د چلند په اړه د طالبانو د تګلارې په ځینو اړخونو او د هغوی د ایډیالوژۍ په اړه اندېښنه لري. د هند پالیسي پر ریالیزم ولاړه ده او نشي کولی چې د افغانستان له موجودیت څخه سترګې پټې کړي. موږ په حقیقت کې د دوی نږدې ګاونډیان یو."

د طالبانو سره د اړیکو جوړولو لپاره د هند هڅې، په داسې حال کې چې د روسیې او چین په څېر هېوادونه هم له کابل سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي، ښايي د متحده ایالاتو په څېر هېوادونو کې ملاتړ ترلاسه کړي.

کوګلمن وویل: "د امریکا امریکا لپاره، چې د برمته امریکایانو او داعش د موجودیت په څېر د حساسو او مهمو مسایلو په اړه د طالبانو سره د خپلو اړیکو پر څرنګوالي غور کوي، ښايي دا د پام وړ وګرځي چې مهمو همکارو هېوادونو یې [له طالبانو سره] د تعامل لاره غوره کړې ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG