د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرم میسري د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیر خان متقي سره د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې لیدلي او د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په لارو چارو یې خبرې کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جیسوال د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ اتم (مرغومې ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د چا بهار بندر څخه د کار اخیستلو په مسله هم خبرې شوي دي.
هغه لیکلي: "دواړو خواو افغانستان ته د هند د روانو بشري مرستو، دوه اړخیزو مسایلو او په سیمه کې په امنیتي وضعیت خبرې کړي دي. هند افغانانو ته د بشري او انکشافي مرستو چمتو کولو ژمنه بیا تازه کړه. د چابهار له لارې په ګډون د سوداګرۍ پر ودې باندې موافقه شوه. هند به د روغتیا سکټور او په هیواد کې [افغانستان] د کډوالو د بیامشیدو په چارو کې خپل ملاتړ پراخه کړي".
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د وکرم میسري او امیرخان متقي په دې کتنه کې د لوبو (کرکټ) په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه هم خبرې کړي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه ویلي چې د کتنې پر مهال د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ او د ټرانسپورت وزارتونو معنیانو هم برخه لرله.
هغه ویلي چې امیرخان متقي د هند د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
هغه لیکلي: "همدا ډول د بهرنیو چارو وزیر هندي لوري ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه چا ته خطر نشته او د ديپلوماتیکو اړیکو د لوړولو د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د سهولتونو رامنځته کولو هیله څرګنده کړه".
ضیا احمد تکل ویلي چې ددې کتنې په پای کې دواړو خواوو د ویزو اوسوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو په راوستلو هوکړه وکړ
په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا د هند او د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ لومړۍ کتنه ده. ددې دمخه د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر جې پي سینګ چې افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په توګه هم کار کوي افغانستان ته څو ځلې سفر کړی او د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په ګډون یې ددغه حکومت د لوړو چارواکو سره د د دواړو هیوادونو پر اړیکو خبرې کړي دي.
نوموړي د نومبر پر اوومه (لړم ۱۷) په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او تر هغه يوه ورځ وړاندې د دفاع له وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره ليدلي وو.
هند د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د نورو یو شمیر هیوادونو په څیر خپل سفارت تړلی و، چې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې یې بیرته پرانیستی دی، خو د نورو هیوادونو په څیر یې طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پیژندلی.
خو د هند، روسیې او چین په ګډون یو شمیر د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي او په دغو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د طالبانو د حکومت له خوا ګمارل شویو دپلوماتانو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده. هند د تیر۲۰۲۴ کال د نومبرپه دوېیمه نیمايي کې د ممبۍ په ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارې د طالبانو له خوا ګمارل شوي دپلومات ته سبارلي دي.
د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې په داسې حال کې پراخه شوي، چې د ډسمبر په ۲۶ ( مرغومې شپږم) د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د برمل په ولسوالۍ د پاکستان د هوايي ځواکونو د بریدونو وروسته د پاکستان سره د طالبانو اړیکې لا خرابې شوي دي.
فورم \ دبحث خونه