د کندز په ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې د سه شنبې د ورځې په سهار ددغه ولایت په مرکز کې د کابل بانک مخ ته د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودونه ورکړې، چې له امله یې لږ ترلږه پنځه تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې چاراکو فبروري لسمه ( سلواغې ۲۲) د امنیت شورا یوې غونډې کې خبردرای ورکړ چې په افغانستان د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه نه یوازې د سیمې بلکې نړۍ ته لا هم یو "مهم" ګواښ دی.
په امریکا یوې غیر انتفاعي ټولنې (افغانایویک) چې په متحدو ایالتونو کې د افغان کډوالو په ځای په ځای کولو او مېشت کولو کې مرسته کوي، د امریکا د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ته په یو استول شوي لیک کې ویلي دي، چې افغانان باید د بهرنیو مرستو د بندولو په فرمان کې دخېل نه وي او مستثنی وي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې د روان ۲۰۲۵ کال د مې د میاشتې پورې به په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته څه باندې ۸۳۰ زرو ماشومانو په ګډون د پنځه کلنو څخه د کم عمر نږدې ۳.۵ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته شي.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ۹۰ ورځو ځنډیدو د پریکړې وروسته افغانستان کې هم بشري د مرستو چمتو کولو بهیر اغیزمندیو په اړه اندیښنې زیاتې شوي او د ملګرو ملتونو وګړو صندوق ویلي چې په دغه هیواد کې له نهو میلیونو څخه زیات کسان روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسی د ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د پخواني حکومت د بلک هاک هلیکوپترو د سپارلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته چې له ازبیکستان څخه متحده ایالاتو ته انتقال شوي، د طالبانو د دفاع وزارت د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي او باید بېرته افغانانو ته وسپارل شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ لسم ( سلواغې ۲۲) به ددغې شورا غړي په یوه غونډه کې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د ډلې د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیې کې د افغانستان سفارت د فعالیت د بندیدو په اړه ددغه سفارت د اعلان په غبرګون کې ویلي چې انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي او د سفارت دروازې د مراجعینو پرمخ پرانیستې دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د حکمونو د پلي کیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې د فبرورۍ د روانې میاشتې له پیل راهیسې یې تراوسه د ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سارمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو د نوي پلان په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده. دغه شنې قیمتي ډبرې د افغانستان د هغو کانونو برخه ده چې د طالبانو حکومت غواړي د مالي سرچینو په توګه ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.
د طالبانو حکومت چین ته د بګرام د هوايي ډګر د سپارلو په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې چین سره د دغه هوايي ډګر د سپارلو په برخه کې هیڅ کوم تعامل نلري او دا هوايي ډګر ددغې ډلې له خوا اداره کیږي.
نور پورته کول